سرينګر 01 جون(اے پی پی)د هند په غېر قانوني توګه قبضه كړي جمو او كشمير كښې هندي ځواكونو د خپلې رياستي ترهه ګرۍ روانو كاروائيو په مهال تېره مياشت د يو كم عمره هلك پشمول 32 كشميريان شهيدان كړي۔د كشمير مېډيا سروس لخوا د جاري شويو شمېرو له مخې په دې كښې دوه ځوانان په جعلي مقابله كښې شهيدان شوي دي۔ د دې مودې په مهال په مقبوضه سيمه كښې …
هندي ځواكونو د مئي مياشت په مهال 32 كشميريان شهيدان كړي
سرينګر 01 جون(اے پی پی)د هند په غېر قانوني توګه قبضه كړي جمو او كشمير كښې هندي ځواكونو د خپلې رياستي ترهه ګرۍ روانو كاروائيو په مهال تېره مياشت د يو كم عمره هلك پشمول 32 كشميريان شهيدان كړي۔د كشمير مېډيا سروس لخوا د جاري شويو شمېرو له مخې په دې كښې دوه ځوانان په جعلي مقابله كښې شهيدان شوي دي۔ د دې مودې په مهال په مقبوضه سيمه كښې د اوښكو بهيونكي ګاز او چاودنو پشمول د طاقت په وحشيانه توګه د كارولو په سبب لږ تر لږ 26 تنه ژوبل شوي۔د هند پېرا ملټري او پوليس اهلكارو په بېلو سيمو كښې د محاصرې او لټون 180 كاروائيو په مهال 92 كسان نيولي چې پكښې زياتره ځوانان شامل دي۔ ځواكونو تېره مياشت دوه كورونه هم ړنګ كړي دي۔











