د اسرائيل او متحده عرب اماراتو ترمېنځه د آزاد تجارت لوظنامه وشوه

ابوظهبي 31 مئي (اے پي پي) د اسرائيل او متحده عرب اماراتو ترمېنځه د آزاد تجارت لوظنامه شوې كومه چې د اسرائيل يو خليجي هېواد سره وړومبۍ لوظنامه ده۔ د فرانس خبررسنې ادارې له مخې متحده عرب اماراتب كښې د اسرائيل سفير عامر حائيك خپل ټويټ كښې د دې لوظنامې پحقله په عربۍ ژبه مباركي وركړې او په دې لړ كښې په دوبئۍ كښې په لوظنامه د لاسليك د دستورې …

ابوظهبي 31 مئي (اے پي پي) د اسرائيل او متحده عرب اماراتو ترمېنځه د آزاد تجارت لوظنامه شوې كومه چې د اسرائيل يو خليجي هېواد سره وړومبۍ لوظنامه ده۔ د فرانس خبررسنې ادارې له مخې متحده عرب اماراتب كښې د اسرائيل سفير عامر حائيك خپل ټويټ كښې د دې لوظنامې پحقله په عربۍ ژبه مباركي وركړې او په دې لړ كښې په دوبئۍ كښې په لوظنامه د لاسليك د دستورې عكسونه ئې هم شيئر كړي چې پكښې د دواړو هېوادونو چارواكي په لوظنامه لاسليك كوي۔ اسرائيل د آزاد تجارت دا لوظنامه تاريخي ګرځولې ده چې له مخې به ئې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د 96 فيصده مصنوعاتو په تبادله كسټم ډيوټي ختم شي٬ متحده عرب امارات اسرائيل سره اړيكې د معمول ته راوستونكې وړومبې خليجي هېواد او د مصر او اردون نه پس درېم عرب هېواد دے

مزید خبریں