ملګري ملتونه27 مئی (اے پی پی)د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګوترېش د افغانستان په پايه تخت كابل او مزار شريف كښې د شويو بمي چاودنو غندنه كړې چې پكښې ګڼ شمېر وګړي مړه شوي۔ د چين خبري اژانس ادارې له مخې عمومي سېكتر ځپليو كورنيو سره خواخوږي او د ژوبل شويو زر روغتيا له د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل د نړيوال بشري قانون له مخې په وګړو …
د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر په افغانستان كښې اوسنۍ بمي چاؤدنې وغندلې
ملګري ملتونه27 مئی (اے پی پی)د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګوترېش د افغانستان په پايه تخت كابل او مزار شريف كښې د شويو بمي چاودنو غندنه كړې چې پكښې ګڼ شمېر وګړي مړه شوي۔ د چين خبري اژانس ادارې له مخې عمومي سېكتر ځپليو كورنيو سره خواخوږي او د ژوبل شويو زر روغتيا له د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل د نړيوال بشري قانون له مخې په وګړو او جوماتونو بريدونه كول سخت ممنوع عمل دې۔ وياند سټېفن ډوجارك جاري شوي بيان كښې وئيلي چې عمومي سېكرټري ټولو اړوندو ډلو ته خواست كړې چې هغوي دې د خپل وګړو تحفظ باوري كړي۔ د يادونې وړ ده چې په پايه تخت كابل او مزار شريف كښې د شويو څلورو چاودنو په نتيجه كښې 14تنه مړه او 32 ژوبل شوي دي











