کابل۔26مئی(اے پی پی) د افغانستان په قندهار اوهرات ولايتونو كښې شخړو او اوچ كالۍ ځپليو او بې وزله 800 څخه زياتو كورنيو سره نغده مالي مرسته شوې ده۔ د خبر رسنې ادارې لمخې د افغانستان د ډيزاسټر مېنجمنټ اېنډ هيومېنېټېرين افيئرز وزارت لخوا په يو ټويټ كښې وئيلې شوي دي چې د سوئيلي ولايت قندهار په خاكريز اولسوالۍ كښې شخړو او اوچ كالۍ ځپليو 310 كورونيو كښی هرې يوې كورنۍ …
افغانستان ، شخړو او اوچ كالۍ ځپليو او بې وزله 800 څخه زياتو كورنيو سره مالي مرسته وكړې شوه
کابل۔26مئی(اے پی پی) د افغانستان په قندهار اوهرات ولايتونو كښې شخړو او اوچ كالۍ ځپليو او بې وزله 800 څخه زياتو كورنيو سره نغده مالي مرسته شوې ده۔ د خبر رسنې ادارې لمخې د افغانستان د ډيزاسټر مېنجمنټ اېنډ هيومېنېټېرين افيئرز وزارت لخوا په يو ټويټ كښې وئيلې شوي دي چې د سوئيلي ولايت قندهار په خاكريز اولسوالۍ كښې شخړو او اوچ كالۍ ځپليو 310 كورونيو كښی هرې يوې كورنۍ ته 28,000 افغانی روپۍ (نزدې 320 ډالره) او په لويديز ولايت هرات كښې په 566بې وزله كورنيو كښې هرې يوې كورنۍ ته 8زره افغانۍ روپۍ (نزدې 90 ډالر) وركړې شوي دي۔دا مالي مرسته د دوه نړيوالو مرستيالو ايجنسيو لخوا شوې ده كومه چې د ځائي چارواكو د سروے كولو نه وروستو مستحقو كورنيو ته رسولې شوې ده۔ په بيان كښې وئيلې شوي دي چې په راتلونكو ورځو او اونيو كښې به ضرورت مندو كورنيو سره نوره مرسته هم كولې شي۔











