په افغانستان كښې 11 لكه كم عمره كوچنيان د خوراك سخت كمي سره مخ دي٬ ملګري ملتونه

برسلز۔26مئی (اے پی پی) ملګرو ملتونو وئيلي دي د روان كال په مهال په افغانستان كښې نزدې 11 لكه كم عمره كوچنيان د خوراك سخت كمي سره مخ كېدې شي۔ د امريكا خپرونې ادارې له مخې په افغانستان كښې د یونیسیف د غذائیت پروګرام مشر مېلېني ګېلون وئيلي دي روانې وضعې ته كتلو سره دا اندازه ده چې په افغانستان كښې د كال 2018 په مقابله كښې د خوراك سخت …

برسلز۔26مئی (اے پی پی) ملګرو ملتونو وئيلي دي د روان كال په مهال په افغانستان كښې نزدې 11 لكه كم عمره كوچنيان د خوراك سخت كمي سره مخ كېدې شي۔ د امريكا خپرونې ادارې له مخې په افغانستان كښې د یونیسیف د غذائیت پروګرام مشر مېلېني ګېلون وئيلي دي روانې وضعې ته كتلو سره دا اندازه ده چې په افغانستان كښې د كال 2018 په مقابله كښې د خوراك سخت كمي سره مخ كېدونكو كښې د 5 كالو نه د كم عمر كوچنيانو شمېره يو په دوه كېدې شي كومه چې تېر كال نزدې لس لكه وه۔ ده ووئيل د مرستې هڅو باوجود بې وزلي سوا كېږي۔ بل اړخ ته د يوكرېن د جنګ د لاسه په نړيواله كچه د خوراك بيعې لوړېږي۔ ده ووئيل د دې بې وزلۍ د لاسه ناروغه مېرمنو ته مناسب خوراك نه ترلاسه كېږي چې له امله يۍ كوچنيان د زېږېدلو نه وړاندې د كم خوراكۍ د لاسه بېلو رنځونو سره مخ كېږي۔ ده ووئيل د دوئي وزن كم شي او د قوت مدافعت كمزورې كېدو د لاسه ځينې د مرګ خولې ته لاړ شي۔ ده زياته كړه چې یونیسیف په ګرد هېواد كښې د روغتيا نزدې زر مركزونه جوړ كړې دي چرته چې د كوچنيانو درملنې او خيال ساتلې كېږي۔ بياهم د ده وېنا وه چې دا بېړنۍ مرسته تر ډېرې مودې روانه نه شي پاتې كېدې

مزید خبریں