په هند كښې د زهرجنو شراب څښكلو له امله 13 تنه مړه شوي

نوے ډيلے 26 مئی(اے پی پی)د هند په ختيز بهار ولايت كښې د زهرجنو شراب څښكلو له امله نزدې 13 تنه مړه شوي۔ د هند خپرونې ادارې له مخې د اورنګ آباد ضلعې مجسټرېټ سوربه جوروال مېډيا ته ووئيل چې د تېرو پنځو ورځو څخه په بهار كښې د زهرجنو شراب څښكلو له امله د مرګونو لړۍ روانه ده او تراوسه مدهيه پوره او وارنګ آباد ضلعو كښې د دې …

نوے ډيلے 26 مئی(اے پی پی)د هند په ختيز بهار ولايت كښې د زهرجنو شراب څښكلو له امله نزدې 13 تنه مړه شوي۔ د هند خپرونې ادارې له مخې د اورنګ آباد ضلعې مجسټرېټ سوربه جوروال مېډيا ته ووئيل چې د تېرو پنځو ورځو څخه په بهار كښې د زهرجنو شراب څښكلو له امله د مرګونو لړۍ روانه ده او تراوسه مدهيه پوره او وارنګ آباد ضلعو كښې د دې د لاسه 13 كسان مړه شوي دي۔ ده ووئيل چې په ابتدائي پلټنو كښې دا معلومه شوې چې دا شراب د ګاونډي جهاركهنډ رياست څخه راوړلې شوي وو۔ده ووئيل چې په دې پیښه كښې د ككړ تورونو نيولو لپاره ډلې جوړې كړی شوې دي كومو چې تراوسه 70 كسان نيولې دي او د نورو تورونو نيولو لپاره عمليات روان دي۔

مزید خبریں