ملګري ملتونه ۔24مئی(اے پی پی) د ملګرو ملتونو امن مشن كښی د خذماتو ترسره كوؤنكو 6 پاكستاني شهيدانو په شمول ګردې نړۍ څخه 117 امن اهلكارو ته به د زيات په ورځ د روانې مياشتې په 26 مه نېټه د ملګرو ملتونو د امن اهلكارو په نړيواله ورځ د عقيدت پېرزوينې وړاندې كولو له خصوصي دستوره كولې شي په كومه كښی به چې دوئي ته ايوارډز وركولې شي۔ د دې …
انټرنېشنل پیس کیپرز ډے ، د6 پاكستاني شهيدانو په شمول 100 نه زيات امن اهلكارو ته به ايوارډز وركولې شي
ملګري ملتونه ۔24مئی(اے پی پی) د ملګرو ملتونو امن مشن كښی د خذماتو ترسره كوؤنكو 6 پاكستاني شهيدانو په شمول ګردې نړۍ څخه 117 امن اهلكارو ته به د زيات په ورځ د روانې مياشتې په 26 مه نېټه د ملګرو ملتونو د امن اهلكارو په نړيواله ورځ د عقيدت پېرزوينې وړاندې كولو له خصوصي دستوره كولې شي په كومه كښی به چې دوئي ته ايوارډز وركولې شي۔ د دې خبرې باضابطه اعلان تېره ورځ وكړې شو۔ په شهيد شويو پاكستاني امن اهلكارو كښې د سوډان په دارفور سيمه كښې په امن مشن كښې تعينات پوليس لانس کارپورل طاهر اکرام، پولیس لانس کارپورل عادل جان، او حوالدار محمد نیل نعیم ، په جمهوريه كانګو كښی د ملګرو ملتونو په استحكام مشن كښی تعينات اېن سی ای طاهر محمود٬ په سنټرل افريقا كښې د ملګرو ملتونو ګن اړخيزه مربوط استحكام مشن كښې تعينات حوالدار محمد شفیق او د ملګرو ملتونو په مغربی صحارا كښې رېفرنډم مشن كښې د شهری خدمات ترسره كولو په توګه تعينات ابرار سيد شامل دې۔ دا مهال د 4100 نه زيات پوځي او پوليس اهلكار د ملګرو ملتونو امن مشن كښې بېلو هېوادونو كښې تعينات دي۔ د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر به په دې خصوصي دستوره كښې شهيدانو ته ايوارډز وركوي۔ ده د ملګرو امن اهلكارو نړيوالې ورځې حوالې سره خپل پېغام كښی ووئيل نړيواله اداره ملګري ملتونه په امن مشنز كښې د كال 1948 څخه خذمات ترسره كوؤنكو 10 لكه نه زياتو سړو او مېرمنو اهلكارو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كوي۔ ده ووئيل مونږ په ګرده نړۍ كښې د امن ودې له په ملګرو ملتونو كښې د تعينات 87زره وګړو ٬ پوليس او پوځي اهلكارو مننه كوؤ۔











