ابوظهبي 24 مئي (اے پي پي)د متحده عرب امارات ابوظهبي رياستي پوليس او د وګړو د دفاع محكمې وئېلي دي چې د ابوظهبي الخالديه ډسټركټ ريستوران كښې د ګاز سلېنډر چاودنې په نتيجه كښې دوه تنه مړه او 120 ژوبل شوي دي۔ د الامارات اليوم له مخې چاودنه د ابوظهبي پوش سيمې په ريستوران كښې شوې۔ د اور لګېدو په نتيجه كښې دوه تنه مړه او 120 ژوبل شوي۔د ابوظهبي …
ابوظهبي٬ريستوران كښې د سلېنډر چاودنه٬ 2 تنه مړه٬ 120 ژوبل
ابوظهبي 24 مئي (اے پي پي)د متحده عرب امارات ابوظهبي رياستي پوليس او د وګړو د دفاع محكمې وئېلي دي چې د ابوظهبي الخالديه ډسټركټ ريستوران كښې د ګاز سلېنډر چاودنې په نتيجه كښې دوه تنه مړه او 120 ژوبل شوي دي۔ د الامارات اليوم له مخې چاودنه د ابوظهبي پوش سيمې په ريستوران كښې شوې۔ د اور لګېدو په نتيجه كښې دوه تنه مړه او 120 ژوبل شوي۔د ابوظهبي پوليس اولس ته خواست كړې چې هغوي دې د دې پیښې په اړه معلومات يوازې د سركاري ذريعو څخه ترلاسه كړي٬ د نورو ذريعو څخه خپور شويو خبرونو ته بايد پام ونه كړي او نه دې د پیښې عكسونه په سوشل مېډيا شيئر كړي۔د رېسكيو ډلو مړي او ژوبل شوي طبي مرستې لپاره روغتون ته منتقل كړي۔ بلخوا پوليس د پیښې مقدمه درج كولو سره پلټنې پېل كړي دي











