کوئټه۔15جون(اے پی پی) بلوچستان اسمبلۍ كښې د نوي مالي كال 2017-18 د 3 کھرب 28 ارب روپو څخه د زيات حجم بجټ وړاندې كړې شو۔ د پرمختيائي اخراجاتو تخمينه 86 ارب څخه زياته او غېر پرمختيائي اخراجاتو له د 242 ارب روپو څخه زيات بجټ تجويز كړې شوې۔ د سرکاری ملازمینو په تنخا او پنشن كښې د 10 فيصد زياتوالي كولو وړاندېز وركړې شوې ، لږ نه لږ اجرت 14 …
بلوچستان اسمبلۍ كښې د نوي مالي كال 2017-18 د 3 کھرب 28 ارب روپو څخه د زيات حجم بجټ وړاندې كړې شو

مزید خبریں
کوئټه۔15جون(اے پی پی) بلوچستان اسمبلۍ كښې د نوي مالي كال 2017-18 د 3 کھرب 28 ارب روپو څخه د زيات حجم بجټ وړاندې كړې شو۔ د پرمختيائي اخراجاتو تخمينه 86 ارب څخه زياته او غېر پرمختيائي اخراجاتو له د 242 ارب روپو څخه زيات بجټ تجويز كړې شوې۔ د سرکاری ملازمینو په تنخا او پنشن كښې د 10 فيصد زياتوالي كولو وړاندېز وركړې شوې ، لږ نه لږ اجرت 14 زره روپو څخه زياتولو سره 15 زره روپۍ كړې شوې۔ د زيارت په ورځ د بلوچستان اسمبلۍ غونډه د سپيكرې راحيله حميد دراني په مشرۍ كښې وشوه۔ د خزانې صوبائي وزير سردار اسلم بزنجو د راروان مالي كال 2017-18 بجټ وړاندې كولو په مهال ووئيل د مخلوط حكومت 5م بجټ وړاندې كول ما لپاره درناوې دې۔ ده ووئيل د بلوچستان اعلی وزير نواب ثناﺀ الله زهري په مشرۍ كښې بلوچستان د پرمختګ په لاره روان دے۔ بلوچستان صوبه د هېواد په 44 فیصد رقبه محيط ده۔ د صوبې آبادي 95 لكهه څخه زياته ده۔ مونږ ته قدرت 775 کلومیټر اوږدۍ ساحلي پټۍ راكړې۔ دلته هر ډول پنګې موجود دي۔ ده ووئيل صوبې څخه وتونكې ګاز كال 1952ء څخه د ټول هېواد په صنعتي او معاشي پرمختګ كښې بنيادي كردار ترسره كوي۔ ده ووئيل د ګوادر پرمختګ ته پاك چين اقتصادي راهدارۍ كښې مركزي حېثيت ترلاسه دے۔ ده ووئيل د راروان مالي كال بجټ كښې به د وفاقي حكومت په مرسته د ګوادر پرمختګ له ډېر رقم مصرف كولې شي۔ صوبائي وزير ووئيل صوبه كښی د خطيب آسامو ته ګرېډ 14 څخه ګرېډ 16 كښې ٬ پېش امام ته ګرېډ 12 څخه 14 كښې ٬ موذن ته ګرېډ 4 څخه ګرېډ 6 كښې او خطيب ته ګرېډ 2 څخه ګرېډ 4 كښې اپ ګرېډېشن وركړې شوې۔ د آغاز حقوق بلوچستان پېكج تر مخه په ګرېډ 16 كښې بھرتي شوي استاذان ګرېډ 17 كښې اپ ګرېډ كړې شوي دي۔ د ټولو انجینئرنګ څانګو سب ډویژنل کلرکس ګرېډ 9 څخه ګرېډ 14 كښې اپ ګرېډ كړې شوي دي۔ اكاونټس كلركس هم ګرېډ 9 څخه ګرېډ 11 كښې اپ ګرېډ شوې دي۔ راروان مالي كال كښې به سپېشل انجونو او هلكانو له يو انټر كالج جوړولې شي۔ راروان كال كښې به 100 څخه زياتې موټر سائيكلې معذور كسانو ته وركولې شي








