د وزیراعظم په خاص سپارښتنه مېرمنې خپلواكه كولو له حکومت ګامونه پورته كوي

اسلام آباد 14 جون (اے پی پی) د وزیراعظم په خاص سپارښتنه مېرمنې خپلواكه كولو لپاره د وزیراعظم یوتھ لون سکیم 50 فیصد قرضې ميرمنو له وركړې كېږي، پاکستان د كوټلې پرمختيائي اهداف (اېس ډی جیز) او د هغې په شق 5 عملدرآمد له لوظي دے چې پكښې د مېرمنو په خپلواكه كولو زور راوړې شوے۔ ميرمنو له د روزګار وركولو لپاره سركاري څانګې ادارو كښې 10 فیصده كوټه بېله …

اسلام آباد 14 جون (اے پی پی) د وزیراعظم په خاص سپارښتنه مېرمنې خپلواكه كولو لپاره د وزیراعظم یوتھ لون سکیم 50 فیصد قرضې ميرمنو له وركړې كېږي، پاکستان د كوټلې پرمختيائي اهداف (اېس ډی جیز) او د هغې په شق 5 عملدرآمد له لوظي دے چې پكښې د مېرمنو په خپلواكه كولو زور راوړې شوے۔ ميرمنو له د روزګار وركولو لپاره سركاري څانګې ادارو كښې 10 فیصده كوټه بېله كړې شوې، پنجاب په دې كښې زياتوالې كولو سره دا 15 فیصده او سندھ 25 فیصده ته رسولې ده۔ د دې مقصد مېرمنو له د روزګار وركولو سره سره د هغوي د هېواد په پرمختګ كښې ګډون باوري كول دي۔ اقتصادی سروے 17-2016 له مخې پنجاب د سرکاری نوكرو څخه بندېز پورته كړې او مېرمنو لپاره په بيلو درجو كښې 25 زره نوكرۍ وركړې كېږي ، د روغتيا څانګه كښې هم مېرمنو ته پام لرنه كېږي۔