وزيراعظم محمد نواز شريف د مسلم ليګ(ن)كاركنان جوډيشل اكېډمۍ ته د تللو نه منع كړې دي

اسلام آباد 13 جون (اے پي پي)د وزيراعظم د سياسي چارو خاص مرستيال ډاكټر آصف كرماني وئېلي دي وزيراعظم محمد نواز شريف د مسلم ليګ(ن)كاركنان د جون په 15مه نېټھ جوډيشل اكېډمۍ اسلام آباد ته د تللو نه منع كړې دي ۔د نهې په ورځ په يو بيان كښې ډاكټر آصف كرماني ووئيل وزيراعظم ته معلومه وه چې د مسلم ليګ(ن)كاركنان د ده لخوا جوډيشل اكېډمۍ ته د تللو په …

اسلام آباد 13 جون (اے پي پي)د وزيراعظم د سياسي چارو خاص مرستيال ډاكټر آصف كرماني وئېلي دي وزيراعظم محمد نواز شريف د مسلم ليګ(ن)كاركنان د جون په 15مه نېټھ جوډيشل اكېډمۍ اسلام آباد ته د تللو نه منع كړې دي ۔د نهې په ورځ په يو بيان كښې ډاكټر آصف كرماني ووئيل وزيراعظم ته معلومه وه چې د مسلم ليګ(ن)كاركنان د ده لخوا جوډيشل اكېډمۍ ته د تللو په مهال ده سره د يو والي څرګندونې لپاره راتلل غواړي خو وزيراعظم وئېلي دي چې د(ن)ليګ كاركنان د ګوند لويه اثاثه ده او د دوي د جذباتو قدر او د دوي مننه كوو۔ډاكټر آصف كرماني له مخې وزيراعظم د كاركنانو په نوم خپل پیغام كښې وئيلې دي تاسو ما په خپلو دعاګانو كښې ياد ساتي