وزیراعظم نواز شریف به بونېر او مالاكنډ ډويژن ته ځي ۔امير مقام

اسلام آباد 25 مئي (اے پي پي)د وزیراعظم سلاحكار انجینئر امیر مقام وئيلي دې وزیراعظم نواز شریف به د سوات نه پس د خېبر پښتونخوا د بونېر پشمول نورو ضلعو او مالاكنډ ډويژن ته ځي ٬ هېواد كښې د پرمختګ او د اولس د خوشحالۍ د لارې رښتنې بدلون مسلم ليګ (ن) راولي٬ مونږ خبرې نه عملي اقدامات كوٶ۔د شورو په ورځ د مسلم ليګ (ن) بونېر صدر په استوګنه كښې غونډې ته خپله وېنا كښې ده ووئيل د ګوند كارمندان زمونږ اثاثه ده۔ده ووئيل بونېر زه خپل دوېم كور ګڼم۔