پېښور ر۔11اپرېل(اے پی پی) په كرك ضلع كښې د احمد آباد پوليس چوكۍ په ګاډي د ډزو په نتيجه كښې د شهيد شويو دوه پوليس اهلكارو حوالدار انور الله او سپاهي وصال احمد د جنازې لمونځ د ګل په ورځ په سركټ هاؤس كرك كښې سركاري درناوي سره ادا كړې شو۔ د جنازې په لمونځ كښې ډسټركټ پوليس آفيسر كرك شفيع الله خان ګنډا پور ٬ اېس پي انوسټي ګېشن …
كرك ٬ د شهيد شويو پوليس اهلكارو د جنازې لمونځ ادا كړې شو

مزید خبریں
پېښور ر۔11اپرېل(اے پی پی) په كرك ضلع كښې د احمد آباد پوليس چوكۍ په ګاډي د ډزو په نتيجه كښې د شهيد شويو دوه پوليس اهلكارو حوالدار انور الله او سپاهي وصال احمد د جنازې لمونځ د ګل په ورځ په سركټ هاؤس كرك كښې سركاري درناوي سره ادا كړې شو۔ د جنازې په لمونځ كښې ډسټركټ پوليس آفيسر كرك شفيع الله خان ګنډا پور ٬ اېس پي انوسټي ګېشن بشير داد خان ٬ ډي اېس پي هېډ كوارټر نذير خان او نورو پولس اهلكارو ګډون وكړو۔ شهيدانو ته د پوليس اعلی افسرانو په شمول يوې چمتو ډلې اعزازي سلامي وړاندې كړه۔ د دواړو شهيدانو تعلق د كرك ضلعې تحت نصرتي تحصيل سره سره دې










