اسلام آباد ۔ 11 جون (اے پی پی) د پاكستان نېشنل كونسل آف دي آرټس ډي جي سيد جمال شاه وئيلي دي د پاكستان او چين په سي پېك روټ د كلتوري كاروان روانولو پرېكړه۔ كلتوري كاروان سره به اقتصادي راهداري په كلتوري راهدارۍ كښې د بدلولو موقعه په لاس راشي۔ سی پېک سره دواړو هېوادونو ته د كلتوري اړيكو بيا ژوندې كولو موقعه ترلاسه شوې۔ دا كاروان به د …
د پاكستان او چين په سي پېك روټ د كلتوري كاروان روانولو پرېكړه۔ كلتوري كاروان سره به اقتصادي راهداري په كلتوري راهدارۍ كښې د بدلولو موقعه په لاس راشي۔ دوهمه وزيره او د دې د چين همڅنګ به په ګډه ددې كاروان پرانسته كوي۔ د پاكستان نېشنل كونسل آف دي آرټس ډي جي سيد جمال شاه اے پي پي سره خصوصي مركه

مزید خبریں
اسلام آباد ۔ 11 جون (اے پی پی) د پاكستان نېشنل كونسل آف دي آرټس ډي جي سيد جمال شاه وئيلي دي د پاكستان او چين په سي پېك روټ د كلتوري كاروان روانولو پرېكړه۔ كلتوري كاروان سره به اقتصادي راهداري په كلتوري راهدارۍ كښې د بدلولو موقعه په لاس راشي۔ سی پېک سره دواړو هېوادونو ته د كلتوري اړيكو بيا ژوندې كولو موقعه ترلاسه شوې۔ دا كاروان به د اګست په مياشت كښې د چين ارومچي ښار څخه پېل كېږي۔ د اطلاعاتو او خپرونو دوهمه وزيره او د دې د چين همڅنګ به په ګډه ددې كاروان پرانسته كوي۔ كلتوري كاروان كښې به د دواړو هېوادونو 16 آرټسټ او د 4 فلم جوړونكو سره سره د عملې نور غړي شامل وي۔ د كلتوري كاروان امنيت به ټينګولې شي۔ په دې لړ كښې د امنيتي ادارو ٬ اېف ډبليو او اړوند صوبائي چارواكو مرسته ترلاسه ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه سيد جمال شاه د اتوار په ورځ اے پي پي سره خصوصي مركه كښې وكړه۔ ده ووئيل دا قافله به په خصوصي توګه په سنګار كړې شويو ګاډو مشتمل وي۔ او دا به 30 ورځو كښې خپل مزل ترسره كوي۔ دا قافله به د چين په آتھوشی،تھوم شوک،شولے،شیفو،آکتو اوتاشګل نومې سيمو كښې دمه كوي۔ پاكستان كښې به دا قافله ګلګت ٬ پېښور ٬ لاهور ٬ ملتان ٬ ډېرہ اسماعیل خان٬ كوئټه او سكھر څخه تېرېدو سره ګوادر ته رسي۔ په دې مهال به دا قافله 15 ځايه ايسارېږي او دغلته به د دواړو هېوادونو ډول ډول كلتوري پروګرامونه وړاندې كولې شي۔ ي۔ ده ووئيل دې سره به د پاكستان مثبت تشخص رامخې ته شي او پاك چين ملګرتيا به لا مضبوطه شي۔ ده ووئيل دې قافلې له به د ټينګ امنيت انتظام كولې شي په دې لړ كښی د امنيتي ادارو ٬ اېف ډبليو او د اړوند صوبائي چارواكومرسته ترلاسه ده۔ ده ووئيل ددې قافلې په اړه وفاقی وزیر احسن اقبال ، سېناتور پروېز رشيد ، پاکستان كښی د چين سفير او نورو اړوند ادارو سره مشاورت شوې۔ دې څخه وروستو دا خيال وزيراعظم ته وړاندې كړې شو۔ وزيراعظم ددې منظوري وركړه۔








