اسلام آباد ۔ 11 جون (اے پی پی) د شنګھائی تعاون تنظیم (اېس سی او) برخه جوړېدو سره به په قامي معيشت غوره اثرات مرتب شي او د ون بېلټ ون روډ منصوبې ترسېوري لاندې به د تنظيم په غړو هېوادونو كښې پاكستان ته بنيادي اهميت ترلاسه شي۔ د وفاق ایوان هائے صنعت وتجارت ریجنل قائمه كمېټۍ چيئرمېن احمد جواد د اتوار په ورځ"اے پی پی" سره خصوصي خبرو كښې …
د شنګھائی تعاون تنظیم (اېس سی او) برخه جوړېدو سره به په قامي معيشت غوره اثرات مرتب شي۔ احمد جواد

مزید خبریں
اسلام آباد ۔ 11 جون (اے پی پی) د شنګھائی تعاون تنظیم (اېس سی او) برخه جوړېدو سره به په قامي معيشت غوره اثرات مرتب شي او د ون بېلټ ون روډ منصوبې ترسېوري لاندې به د تنظيم په غړو هېوادونو كښې پاكستان ته بنيادي اهميت ترلاسه شي۔ د وفاق ایوان هائے صنعت وتجارت ریجنل قائمه كمېټۍ چيئرمېن احمد جواد د اتوار په ورځ”اے پی پی” سره خصوصي خبرو كښې ووئيل د تنظيم غړې جوړېدو سره به پاكستان د ترهګرۍ او انتها خوښۍ مقابله هم په ښه ډول وكړې شي۔ ده ووئيل د اېس سي او غړو هېوادونو آبادي د نړۍ د مجموعي آبادۍ څلورمه برخه ده او غړي هېوادونه نړۍ څخه د انتها خوښۍ او ترهګرۍ ختمولو كښی بنيادي كردار ترسره كولې شي۔ چې ورسره به د سوئيلي آسيا سيمې سره سره په نړيواله كچه د بې وسۍ ختمولو كښې مرسته ترلاسه شي۔ احمد جواد ووئيل د تنظيم غړې جوړېدل پاكستان لپاره د درناوي خبره ده چې ورسره به قامي برآمدات زياتېدو كښې مرسته ترلاسه شي او ددې به په قامي معيشت ښه اثرات مرتب شي۔








