پنډۍ ۔ 10 جون (اے پی پی) د پاك پوځ سرلښكر قمر جاوېد باجوه وئيلي دي پاك پوځ د هېواد دفاع او سلامتيا ته پېښو چېلنجونو څخه ښه خبر دے۔ د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له به پاكستان د كشميري اولس د هڅو ملاتړ روان ساتي۔ د پاك پوځ د ځوانانو آپرېشنل تیارۍ مثالي او حوصلې لوړې دي۔ د آئی اېس پی آر لخوا جاري شوي پرېس ريليز ترمخه د …
پاك پوځ د هېواد دفاع او سلامتيا ته پېښو چېلنجونو څخه ښه خبر دے۔ د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له به پاكستان د كشميري اولس د هڅو ملاتړ روان ساتي۔ د پاك پوځ د ځوانانو آپرېشنل تیارۍ مثالي او حوصلې لوړې دي۔ د پاك پوځ سرلښكر قمر جاوېد باجوه د پوځ سرلښكر د خالي په ورځ مظفرآباد سېكټر كښې د اېل اوس سي دوره

مزید خبریں
پنډۍ ۔ 10 جون (اے پی پی) د پاك پوځ سرلښكر قمر جاوېد باجوه وئيلي دي پاك پوځ د هېواد دفاع او سلامتيا ته پېښو چېلنجونو څخه ښه خبر دے۔ د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له به پاكستان د كشميري اولس د هڅو ملاتړ روان ساتي۔ د پاك پوځ د ځوانانو آپرېشنل تیارۍ مثالي او حوصلې لوړې دي۔ د آئی اېس پی آر لخوا جاري شوي پرېس ريليز ترمخه د پوځ سرلښكر د خالي په ورځ مظفرآباد سېکټر كښې د اېل او سي دوره وكړه۔ په دې مهال د پوځ سرلښكر ته د ځائي كمانډر لخوا د آپرېشنل صورتحال په اړه بريفېنګ وركړے شو۔ دے د هند لخوا په اېل او سي د سيز فائر خلاف ورزو او د پاك پوځ لخوا د ځوابي كاروايو څخه هم خبر كړے شو۔ ده ته د اېف ډبلیو او پرمختيائي كارونو په اړه هم بريفېنګ وركړے شو۔ په دې مهال د پوځ سرلښكر پوځي چارواكو او ځوانانو سره خپلو خبرو كښې ووئيل په لائن آف كنټرول به د هندي خلاف ورزيو بشپړ ځواب وركولې شي۔ پاك پوځ به د قامي ګټې په منصوبو كښې خپل كردار ترسره كوي۔ ده هندي زور ظلم او زياتي په ضد د كشميري اولس عزم او حوصله ستائلو سره ده ووئيل پاكستان به د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له د كشميري اولس د هڅو ملاتړ روان ساتي۔ ده ووئيل د پاك پوځ د ځوانانو آپرېشنل تیارۍ مثالي او حوصلې لوړې دي۔ د پاك پوځ ځوانان دوي ته د سپارلې شوي مشن ترسره كولو له چمتو دي او پاك پوځ په هر محاذ خطرو ته د ماتې وركولو صلاحيت لري۔








