د وزيراعظم محمد نواز شريف د روسيه اولس مشر ولادي مير پیوټن سره دوه اړخيزه ملاقات د پاكستان او روسيه ترمينځھ د دوه اړخيزه اړيكو بشپړه جاج۔ د دواړو اړخو لخوا اړيكې مخ په وړاندې بوتللو له د خپل لوظ پخلې۔ دواړه لارښود نارتھ ساؤتھ ګېس پائپ لائن منصوبه زر تر زره عملي كولو ته سلا شول۔ د وزیراعظم محمد نواز شریف لخوا د امناك٬ مستحكم او سوكاله افغانستان له د پاكستان د عزم پخلې

آستانه ۔ 10 جون (اے پی پی) وزیراعظم محمد نواز شریف د قزاخستان پلازمينه آستانه كښې د اقتصادی مرستې تنظیم مشرانو غونډې په مهال د روسيه اولس مشر ولادی میر پیوټن سره دوه اړخيزه ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال دواړو لارښودو د پاكستان او روسيه ترمينځھ د دوه اړخيزه اړيكو جاج واخست او ددې اړيكو لا مخ په وړاندې بوتللو له ئې د خپل لوظ پخلې وكړو۔ دواړه لارښود …

آستانه ۔ 10 جون (اے پی پی) وزیراعظم محمد نواز شریف د قزاخستان پلازمينه آستانه كښې د اقتصادی مرستې تنظیم مشرانو غونډې په مهال د روسيه اولس مشر ولادی میر پیوټن سره دوه اړخيزه ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال دواړو لارښودو د پاكستان او روسيه ترمينځھ د دوه اړخيزه اړيكو جاج واخست او ددې اړيكو لا مخ په وړاندې بوتللو له ئې د خپل لوظ پخلې وكړو۔ دواړه لارښود دې ته هم سلا شول چې دوه اړخيزه اړيكې وده مومي او د لوړې كچې رابطو او سياسي خېر سګالۍ دا اړيكې په يو مهم او فعاله اقتصادي شريكوالۍ كښې بدلولو له بنياد جوړ كړے۔ دواړو لارښودو ووئيل چې پاكستان او روسيه د مهمو مسئلو ٬ سيمه ايزې سلامتيا ٬ د ترهه ګرۍ په ضد جنګ ٬ د نشائي توكو مخنيوي او د غوره اقتصادي مرستې په اړه يو ډول دريځ لري۔ ملاقات كښې دواړه هېوادونه دې ته سلا شول چې تجارت لپاره د پاك روس حكومتونو ترمينځھ كمېشن او د اقتصادیات ، سائنسی او تكېنكي مرستې لپاره دسمبر كښې كېدونكې غونډې له به كوټلي وړاندېزونه ترتيب كولې شي۔ دواړو اړخونو په دې زور راوړو چې د توان څانګه كښې اړيكو او مرستې ته وده وركولو له توان لپاره شريك ورکنګ ګروپ يو مناسب تګلار او فورم دے د كوم د لارې چې په دې څانګھ كښې موجوده مرستې ته لا وده وركولې كېدې شي۔ ملاقات كښې پاکستان كښې د توان څانګه كښې د روسيه كپمنو او ادارو د خوښي لرلو په اړه هم خبرې وشوې۔ روسيه دا مهال پاكستان د اېل پی جی، ایئر مکس پلانټس لګولو او جامشورو كښې د 600 مېګاواټ په کمبائنډ سائیکل پاور پلانټ کار كوي۔ دواړه لارښود نارتھ ساؤتھ ګېس پائپ لائن منصوبه زر تر زره عملي كولو ته سلا شول۔ دواړو لارښودو د لوظنامه په اكتوبر 2015ﺀ كښې لاس ليك كړې وه۔ دواړ په اوسنو كلونو كښې د پاكستان او روسيه ترمينځھ د دفاعي اړيكو جاج هم واخست۔ دواړو لارښودو د ” فرېنډ شپ 2016″ کوډ په نامه اولني پاک روس شريك پوځي مشقونه دفاع او د ترهه ګرۍ مخنيوي څانګو كښې د مرستې ودې له يو مظهر وګرځولو۔ دوئي ووئيل دې سره به د سوئيلي او منځنۍ آسيا منطقه كښې د امن مقصدونو ته وده ترلاسه شي۔ ملاقات كښې دواړو لارښودو په سيمو ايزو مسئلو او د پاكستان افغانستان او هند سره اړيكو ته هم پام وګرځولې شو۔ وزیراعظم محمد نواز شریف د امناكه ٬ مستحكم او سوكالۍ افغانستان لپاره د پاكستان د عزم پخلې وكړو۔ ده ووئيل امناكه ٬ مستحكم او سوكاله افغانستان د پاكستان پرمختګ او استحكام لپاره ضروري دے۔ پاکستان به افغانستان كښې امن لپاره د هر ګام هركلې كوي۔ وزیراعظم ووئيل د شنګھائی مرستې تنظيم كښې د پاكستان او هند په يو وخت غړيتوب سره به د دواړو هېوادونو ترمينځه د غوره اړيكو امكانات زيات شي۔