اسلام آباد ۔23دسمبر (اے پی پی) سینټ مسیحی ورورولۍ ته د کرسمس اختر مبارکۍ وركولو او قائداعظم محمد علی جناح ته د عقیدت پېرزوئنې وړاندې كولو له قرارداد په يوه خله منظور كړے دے ۔ د شورو په ورځ سناتور مشاهد حسین سید په دې لړ كښې قرارداد غونډې ته وړاندې كړو۔ قرارداد كښې وئېلې شوي دا ایوان دا خبره تسلیموي چې د پاکستان ټول مسلمانان او غیر مسلمه د آئین د روح تر مخه يو برابر دي او يو ډول حقونه لري ۔د کرسمس په اختر مسیحی ورورولۍ ته هم مبارکۍ وركولې شي ۔ قرارداد كښې وئېلې شوي قائداعظم محمد علی جناح د 20 صدۍ عظیم شخصیت ؤ۔ چا چې د پاکستان جوړولو لپاره لوئ هلې ځلې كړي او د نيمې وچې مسلمانانو لپاره ئې يو جلا وطن تر لاسه كړے۔ دا غونډه د ذيږدنې په ورځ هغه ته په غوره ټكو د عقیدت پېرزوئنې وړاندې كوي۔ دغسې سينيټ په يوه خله د قرارداد منظورې وركړه ۔