د کوچه رسالدار په چاٶنه كښې ككړ خطرناك ترهګر په پوليس مقابله كښې ووژل شو

پېښور 24 مارچ (اے پي پي) د پېښور سي ټي ډي، حساس ادارو او ځائي پوليسو د ارمړو تاڼې په حدودو كښې په انټيلي جنس بيسډ آپريشن كړے. مصدقه اطلاع وه چې خالد٬ دانيال، حسن شاہ او د دوي نورو ملګرو ترهګرو د ارمړ تاڼې په حدودو كښې په يو كور كښې پناه اخستې ده۔ آپرېشن ډلو د ترهګرو په پټنځائ ناڅاپي چهاپه ووهله او په دې موقع د دوه …

پېښور 24 مارچ (اے پي پي) د پېښور سي ټي ډي، حساس ادارو او ځائي پوليسو د ارمړو تاڼې په حدودو كښې په انټيلي جنس بيسډ آپريشن كړے. مصدقه اطلاع وه چې خالد٬ دانيال، حسن شاہ او د دوي نورو ملګرو ترهګرو د ارمړ تاڼې په حدودو كښې په يو كور كښې پناه اخستې ده۔ آپرېشن ډلو د ترهګرو په پټنځائ ناڅاپي چهاپه ووهله او په دې موقع د دوه ساعته ډزو تبادلې نه پس انتهائي مطلوب ترهګر دانيال په مقابله كښې ووژل شو او نور ترهګر فرار شول. د وژل شوي ترهګر تعلق د ترهګرو تنظيم سره ٶ او د كوچه رسالدار چاٶدنې ، د PASI نعمان خان، د ASI امتياز خان، د ټرافېك وارډنز په هدفي وژنو او په جلوزئۍ كښې په موبائل وېن بريد كښې ككړ ٶ. د دې نه علاوه ترهګر د ستنام سنګھ او پادري وليم سراج په ټارګټ کلنګ كښې هم ككړ ٶ۔ د سي ټي ډي او ځائي پوليسو د فرار شويو ترهګرو نيولو لپاره په سيمه كښې د لټون عمليات جاري دي

مزید خبریں