پلندري/سدهنوتي 24 مارچ (اے پي پي) د آزاد جمو كشمير وزيراعظم سردار عبدالقيوم نيازي وئېلي دي چې د او آئي سي د خارجه وزيرانو كنفرنس د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د پاكستان په سفارتي تاريخ كښې لويه كاميابي ده٬ د كشميړ په اړه د او آئي سي د دريځ هركلے كولو سره د آزاد كشمير وزيراعظم سردار عبدالقيوم نيازي وزيراعظم عمران خان ته پیرزوينه وړاندې كړې. ده ووئيل …
د او آئي سي د خارجه وزيرانو كنفرنس د پاكستان په سفارتي تاريخ كښې لويه كاميابي ده۔د آزاد كشمير وزيراعظم عبدالقيوم نيازي

مزید خبریں
پلندري/سدهنوتي 24 مارچ (اے پي پي) د آزاد جمو كشمير وزيراعظم سردار عبدالقيوم نيازي وئېلي دي چې د او آئي سي د خارجه وزيرانو كنفرنس د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د پاكستان په سفارتي تاريخ كښې لويه كاميابي ده٬ د كشميړ په اړه د او آئي سي د دريځ هركلے كولو سره د آزاد كشمير وزيراعظم سردار عبدالقيوم نيازي وزيراعظم عمران خان ته پیرزوينه وړاندې كړې. ده ووئيل چې د وزيراعظم عمران خان په ضد بهرني سازشونه به كامياب نه شي٬قوم عمران خان سره دے٬وزيراعظم عمران خان چرته نه ځي٬ د پاكستان دښمن قوتونه د پاكستان پرمختګ او پاكستان په نړيواله ورورولۍ كښې د عزت مقام برداشت كولې نه شي۔ د د ې خيالاتو څرګندونه د آزاد جمو كشمير وزيراعظم سردار عبدالقيوم نيازي د مارچ 27مې نېټې اسلام آباد جلسې په اړه پلندري كښې د اولسي رابطې كمپائن په لړ كښې لويې غونډې ته د وېنا كولو په مهال كړې۔ غونډې ته د قانون ساز اسمبلۍ سپيكر رياض ګجر او نورو هم وېنا وكړه. د آزاد كشمير وزيراعظم ووئيل چې وزيراعظم عمران خان نه يوازې د پاكستان بلكې د اسلامي نړۍ ليډر دے كوم چې د ملګرو ملتونو څخه د اسلاموفوبيا په ضد قرارداد منظور كړے او په اسلام آباد كښې ئې د او آئي سي د خارجه وزيرانو كانفرنس كړے. په كانفرنس كښې د كشمير او فلسطين د مسلمانانو د آزادې غوښتنه شوې او د افغانستان د مسئلې حل لپاره غږ پورته كړے شوے.










