په حکومت د زیات قرض اخستلو تاثر سم نه دے ‘ پرمختيائي بجټ 300 اربه روپو څخه 1001 اربه روپۍ ته رسولې شوے

اسلام آباد 08جون (اے پی پی) د خزانې وفاقی وزیر اسحاق ډار وئيلي دي راروان مالی كال لپاره د جی ډی پی شرح نمو هدف 6 فیصده دے ٬ په حکومت د زیات قرض اخستلو تاثر سم نه دے ‘ پرمختيائي بجټ 300 اربه روپو څخه 1001 اربه روپۍ ته رسولې شوے ٬ څلو كاله كښې د ټیکس وصولۍ كښې 80 فیصده اضافه شوي٬ هېواد كښې غريبي كمه شوي٬ څومره …

اسلام آباد 08جون (اے پی پی) د خزانې وفاقی وزیر اسحاق ډار وئيلي دي راروان مالی كال لپاره د جی ډی پی شرح نمو هدف 6 فیصده دے ٬ په حکومت د زیات قرض اخستلو تاثر سم نه دے ‘ پرمختيائي بجټ 300 اربه روپو څخه 1001 اربه روپۍ ته رسولې شوے ٬ څلو كاله كښې د ټیکس وصولۍ كښې 80 فیصده اضافه شوي٬ هېواد كښې غريبي كمه شوي٬ څومره چې كيدې شي د سېنېټ څخه ترلاسه شوي سفارشات به د مالیاتی بل برخه جوړولې شي۔ د زيارت په ورځ سېنېټ غونډه كښې په بجټ 18-2017 بحث راغونډلو سره د خیالاتو څرګندونې سره ده ووئيل 16-2015 بجټ كښې د سینټ 40 سفارشات شامل کړې شوې وو ۔ 17-2016 كښې 80 سفارشات منظور کړې شوې وو۔ ده ووئيل څومره چې ممكن وه د سېنېټ څخه ترلاسه شوي سفارشات به د مالیاتی بل برخه جوړولې شي ۔ دا سمه نه ده چې د اېن اېف سی ایوارډ نه غير بجټ نه شي وړاندې كيدې۔ 16 كال هبواد كښې يو اېن اېف سی وو۔ دريم ايوارډ تر 13 كاله لاګو وو۔ اېن ایف سی 15.2 فیصده شیئر وفاق څخه مونږ صوبو ته منتقل کړې د دې مقصد دا وو چې کنکرنټ لسټ مونږ له ختمول وو۔ ده ووئيل مونږ کنکرنټ لسټ ختم کړې۔ صحت‘ تعلیم‘ پاكو اوبو په شان څانګې صوبو ته منتقل کړې شوي۔ ده ووئيل نوي اېن اېف سی ایوارډ ته حتمی شکل وركولو هڅه كېږي۔ نائن الیون نه پس هېواد د ترهه ګرۍ ښكار شوې كوم هم پخواني حکومت دا جرات نه وو كړې چې فاټا كښې عمليات پيل شوې وو۔ اوسني حکومت 2014ء كښې د دې عملياتو پيل كولو پريكړه وكړه۔ ده ووئيل په دغې عملياتو په څلورو كلونو كښې 400 اربه روپۍ خرڅ كړې شوي۔ ده ووئيل د شريكو ګټو كونسل په غونډه كښې غوښتنه وشې وه چې فاټا‘ آزاد کشمیر‘ ګلګت بلتستان لپاره دې 0.3 فیصده اېن اېف سی وركړې شي۔ ټول اعلیٰ وزيران رابللو سره د معاملې حل کولو هڅه به كولې شي۔ بايد صوبې په دې اړه مرسته وكړي۔ د خزانې وزير ووئيل د پاکستان آبادی د كال په حساب 2 فیصده زياتيده او زمونږ شرح نمو د 3 فیصد څخه پورته نه تله او 2017ء كښې د هېواد په اړه وئيلې كيدل چې هېواد دیوالیه كيدونكې دے۔ سږ كال شرح نمو 5 فیصده څخه پورته ده او د زرعی څانګې شرح نمو 3.46 ده۔ ده ووئيل راروان كال لپاره د شرح نمو هدف 6 فیصد ټاكلې شوے۔ اهيله ده دا به هم ترلاسه كړې شي۔ ده ووئيل د توان او بنیادی ډھانچې په شان پرمختيائي پروژو بجټ د 300 اربه روپۍ څخه 1001 اربه روپۍ ته رسولې شوے۔ ده ووئيل مونږ د سماجی تحفظ پروګرام لپاره هم فنډز زيات كړې۔ ده ووئيل په 2013ء كښې ټوله غیر ملکی قرضه 48 ارب 10 کروړه ډالره وه ٬ تر مارچ 2017ء دا 58 اربه 14 کروړه وه۔ ده ووئيل جون 2013ء كښې د غیر ملکی زرمبادلې پانګې 6 اربه ډالر وي ٬ مارچ 2017ء تر دا 16 اربه ډالره ته رسيدلي۔ د پاکستان نړيواله درجه بندی هم ښه كېږي۔ ده ووئيل د ټیکس وصولۍ كښې د تيرو څلورو كلونو په مهال 80 فیصده اضافه شوي۔ده ووئيل د برېښنا صورتحال ښه شوې ۔ اوس 16 نه تر 18 ساعته لوډشيډنګ نه كېږي۔ ده ووئيل هڅه شوي چې په نوي بجټ كښې په غريباغنو كوم ټیکس ونه لګولې شي۔ ده ووئيل د ټیکس دائره زياتولو او سسټم ښه كولو له به اقدامات کولې شي۔ ده ووئيل میثاق معیشت د وخت حاجت دے ۔ بايد په دې مونږ په ګډه كار وكړو۔ ده ووئيل زرعی څانګه كښې د پرمختګ ګنجائش شته۔ د كروندګرو قرضې لپاره روپۍ زياتې كړې شوي۔