راروان مالي كال كښې صوبې ته ترلاسه كيدونكي د ټول محاصل اندازه 603 اربه روپۍ ده، خرڅونو اندازه د كلن پرمختيائي پروګرام سره 603 اربه روپۍ لګولې شوي،مظفرسید

پېښور 08 جون (اے پی پی) د خزانې صوبائی وزیر مظفرسید وئيلي دي راروان مالي كال كښې صوبې ته ترلاسه كيدونكي د ټول محاصل اندازه 603 اربهه روپۍ ده، خرڅونو اندازه د كلن پرمختيائي پروګرام سره 603 اربهه روپۍ لګولې شوي،زمونږ حکومت مالیاتی نظم اوضبط ښه كولو له د روان مالي كال په مهال د راروان كال بجټ هم په درې برخو فلاحی،پرمختيائي او انتظامی بجټ كښې وېشلې دے۔د دې …

پېښور 08 جون (اے پی پی) د خزانې صوبائی وزیر مظفرسید وئيلي دي راروان مالي كال كښې صوبې ته ترلاسه كيدونكي د ټول محاصل اندازه 603 اربهه روپۍ ده، خرڅونو اندازه د كلن پرمختيائي پروګرام سره 603 اربهه روپۍ لګولې شوي،زمونږ حکومت مالیاتی نظم اوضبط ښه كولو له د روان مالي كال په مهال د راروان كال بجټ هم په درې برخو فلاحی،پرمختيائي او انتظامی بجټ كښې وېشلې دے۔د دې خیالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ پوسټ بجټ پریس کنفرنس ته په خپل خطاب کښې وكړه۔مظفرسید ووئيل راروان مالي كال جاریه بجټ كښې 336 اربهه 67کروړه روپۍ فلاحی بجټ لپاره د بيلولو تجویز دے كومې چې د ټول بجټ 56 فیصده دے كوم چې د روان مالي كال په مقابله كښې 14 فیصده زیات دے دغسې انتظامی بجټ لپاره راروان مالي كال بجټ كښې 58 اربه 73کروړ روپۍ بيلولو تجویز دے كوم چې د روان مالي كال په نسبت 18 فیصده زیات دے،پرمختيائي بجټ لپاره راروان مالي كال كښې كښې 208اربه روپۍ بيلولو تجویز دے كوم چې د ټول بجټ تقریباً 34 فیصده جوړېږي او روان مالي كال په نسبت 29 فیصده زیات دے۔ ده ووئيل كلن پرمختيائي پروګرام ټول حجم 208اربه روپۍ دے كوم چې د تير كال مقابله كښې 29فیصده زیات دے چې پكښې 82اربه روپۍ بهرنۍ مرسته هم شامل ده۔راروان مالي كال صوبائی پرمختيائي پروګرام په 126 اربه روپۍ اډانه دے چې پكښې 1632منصوبې شامل ديپه دې كښې 1182 روانې او 450 نوي منصوبې شامل دي۔ ده ووئيل د بهرنو او كورنيو قرضو بيرته وركولو او سرکاری ملازمانو له هاؤس بلډنګ او موټرسائیکل ایډونسز لپاره 7اربه روپۍ بيلې كړې شوي،ضلعی حکومتونو پخواني نظام ترمخه 2001 نه تر 2013 په 12كاله كښې 14اربه روپۍ پرمختيائي بجټ په توګه وركړې شوي دغسې زمونږ حکومت تر اوسه په دوه كلونو كښې 48 اربه روپۍ ضلعی حکومتونو له وركړي دغسې سږ كال هم 28اربه روپۍ د ځائي حکومتونو لپاره بيلې كړې شوي۔ ده ووئيل مونږ د صوبې خپل محصولات کم دي كومو كښې چې زياتوالې ته اړتيا ده خو کومت دا هم احساس لري چې په اولس نوي ټیکس لګولو سره په هغوي نور بوجھ نه اچولو ځكه د ټیکسونو په اوسنۍ كچه كښې منصفانه اضافه او ضروری ردوبدل تجویز کړې شوے۔ د ټرانسپورټ په لړ كښې سټیج کیرج روټ پرمټ،ګډزفارورډنګ ایجنسی،باډی بلډنګ لائسنس فېس او فټنس فیس وغیره كښې مناسب اضافه تجویز شوي دغسې نان ټیکس په لړ كښې د ټورازم محکمه د سېورې لاندې ریسټورنټ او هوټل رجسټرېشن او لائسنس فیس كښې هم ردوبدل تجویز دے۔ده ووئيل سرکاری ملازمانو په غوښتنه صوبائی حکومت پريكړه كړي چې ایډهاک ریلیف الاؤنس 2010 به په بنیادی تنخاه كښې ضم کولې شي او د ضم كيدو نه پس به په بنیادی تنخا ه 10 فیصده ایډهاک ریلیف الاؤنس 2017ء وركولې شي دغسې پینشن كښې به هم 10فیصده اضافه کولې شي۔ ده ووئيل تعلیم لپاره بجټ 18-20147 كښې 127اربه 91کروړ اېښژدلې شوي كومې چې د روان مالي كال په نسبت 18فیصده زیاتي دي ،صحت لپاره 49 اربه 27کروړه روپۍ اېښژدلې شوي كومې چ د روان مالي كال په نسبت تقریباً31 فیصده زیاتي دي ،پولیس لپاره 39 اربه 73کروړه روپۍ بجټ كښې بيلې كړې شوي كومې چې د روان مالي كال په نسبت 21 فیصده زیاتې دي ، په قرضو مارک اپ وركولو لپاره 8 اربه روپۍ اېښودلې شوي دغسې بهرنيو او كورنيو قرضو بيرته وركولو لپاره او سرکاری ملازمانو له هاؤس بلډنګ اوموټرسائیکل ایډونسز لپاره 7 اربه روپۍ بيلې كړې شوي۔ ده ووئيل سماجی بهبود خاص تعلیم او د ميرمنو پرمختګ لپاره يو ارب 85کروړه روپۍ اېښودلې شوي كومې چې د روان مالي كال په نسبت تقریبا 07 فیصده زیاتې دي۔ ده ووئيل د زراعت لپاره 4 اربه 35کروړه روپۍ بيلې كړې شوي دغسې د ماحولیات او ځنګلو لپاره دوه اربه 37کروړه روپۍ بيلې كړې شوي۔ ده ووئيل د مواصلات اوتعمیرات څانګه كښې سړکونو ،سترو لارو ،پلونو او سرکاری كورونو بحالۍ او روغونې لپاره 6 اربه 61 کروړه روپۍ بيلې كړې شوي دغسې پنشن لپاره بجټ كښې 53 اربه روپۍ بيلې كړې شوي دغسې په غنمو سبسډی لپاره سږ كال هم بجټ كښې 2اربه 90کروړه ورپۍ بيلې كړې شوي۔