د فرانس د نوي اولس مشر په حېث په ټاكل كېدو مباركي وركولو سره دوه اړخيزه اړيكې مستحكم كولو له د خپل لوظ پخلې كړې۔ د شورؤ په ورځ وزيراعظم د فرانسيسي اولس مشر سره تېلېفوني تماس ونيولو او هغه ته ئې په ټول ټاكنو كښې په تاريخي كاميابۍ او صدارتي منصب سنبالولو مباركي وركړه۔ وزيراعظم د دواړو هېوادونو ترمينځه د ملګرتيا اړيكو لا مستحكم كولو لپاره د خپل عزم …
د وزيراعظم محمد نواز شريف د فرانس نوي ټاكل شوي اولس مشر امینوئل مېکرون ته مباركي ، د فرانس د نوي اولس مشر په زړه پورې مشرتابه كښې به دوه اړخيزه اړيكې لامستحكم شي۔ محمد نواز شريف
د فرانس د نوي اولس مشر په حېث په ټاكل كېدو مباركي وركولو سره دوه اړخيزه اړيكې مستحكم كولو له د خپل لوظ پخلې كړې۔ د شورؤ په ورځ وزيراعظم د فرانسيسي اولس مشر سره تېلېفوني تماس ونيولو او هغه ته ئې په ټول ټاكنو كښې په تاريخي كاميابۍ او صدارتي منصب سنبالولو مباركي وركړه۔ وزيراعظم د دواړو هېوادونو ترمينځه د ملګرتيا اړيكو لا مستحكم كولو لپاره د خپل عزم پخلې وكړو۔ ده ووئيل د فرانس د اوسني اولس مشر په متحركه مشرتابه كښې به ددواړو هېوادونو دوه اړخيزه اړېكې لا قوي شي۔ د فرانس اولس مشر د ماحولياتي بدلون په اړه د پېرس لوظنامې په توثيق كولو د پاكستان حكومت ستائنه وكړه۔ په دې مهال وزيراعظم نواز شريف د فرانس نوي ټاكلي اولس مشر ته د پاكستان دورې كولو بلنه هم وركړه۔ وزيراعظم نواز شريف په تېر ترهګر بريد د فرانس اولس مشر سره غمرازي ښكاره كړه او باور ئې وركړو چې پاكستان د ترهګرۍ مخنيوي او مقابلې د فرانس او اورپا سره ولاړ دے۔









