پېښور ۔07 جون (اے پی پی) مالی سال 2017-18ء لپاره د خېبر پختونخوا 603 ارب روپۍ بجټ د شورؤ په ورځ صوبائي اسمبلۍ كښې وړاندې كړې شو۔ د خزانې صوبائي وزير مظفر سید بجټ دستاوېز اسمبلۍ كښې وړاندې كړو۔ بجټ كښې راروان مالي كال لپاره صوبه كښې پرمختيائي كارونو له 208ارب روپھ بېلې كړې شوې۔ په دې كښې به د صوبائي پنګو څخه 126 ارب روپۍ اخستلې شي او غېر …
د خېبر پختونخوا د 603 ارب روپو بجټ وړاندې كړې شو۔ په مالي كال 2017-18 كښې به صوبې ته د وېش وړ پول څخه 326ارب روپۍ ٬ د ترهګرۍ په ضد د روان جنګ په لړ كښې 39 ارب17کروړ روپۍ او د تېل او ګاز رائلټی په لړ كښې 24 ارب 68 کروړ روپۍ ترلاسه شي۔ په تنخاګانو او پنشن كښې 10 فيصد زياتوالې ٬ تعليم لپاره 127 ارب 91 كروړ او روغتيا لپاره 49 ارب 27 كروړ روپۍ بېل كړې شوې
پېښور ۔07 جون (اے پی پی) مالی سال 2017-18ء لپاره د خېبر پختونخوا 603 ارب روپۍ بجټ د شورؤ په ورځ صوبائي اسمبلۍ كښې وړاندې كړې شو۔ د خزانې صوبائي وزير مظفر سید بجټ دستاوېز اسمبلۍ كښې وړاندې كړو۔ بجټ كښې راروان مالي كال لپاره صوبه كښې پرمختيائي كارونو له 208ارب روپھ بېلې كړې شوې۔ په دې كښې به د صوبائي پنګو څخه 126 ارب روپۍ اخستلې شي او غېر ملكي وسائلو څخه به صوبې ته 82 اربه روپۍ ترلاسه شي۔ د بجټ دستاوېز ترمخه مالي كال 2017-18 كښې به خېبر پختونخوا ته د برېښنا خالص ګټې بقاياجاتو په مد كښې مركز څخه 15ارب روپۍ ترلاسه شي۔ خېبر پختونخوا ته به د راروان مالي كال په مهال د مركزي حكومت لخوا د وېش وړ پول څخه 326ارب روپۍ روپۍ ترلاسه شي دې سره سره د ترهه ګرۍ په ضد روان جنګ له به صوبې ته 39 ارب 17 کروړ روپۍ او د تېل او ګاز په پېداوار د رائلټي په مد كښې 24ارب68کروړ روپۍ ترلاسه شي۔ د صوبې د راروان مالي كال د روانو خرڅونو اندازه 395ارب روپۍ لګولې شوې۔ د بجټ هدفونو ترسره كولو له به صوبائي حكومت ته د راروان كال پرمختيائي پروګرام لپاره د 10 اربه روپو قرضه اخستل وي۔ او بجټ متوازن ساتلو له به د پخواني بچت څخه ترلاسه 24 ارب 89 کروړ 55 لکهھ روپۍ به كاروالې شي۔ راروان مالي كال لپاره د زده كړو په مد كښې 127ارب 91کروړ٬ د روغتيا څانګې له 49ارب27کروړ ٬ د سماجي خېر ښېګړې او د مېرمنو پرمختګ او خصوصي زده كړو له يو ارب 85 کروړ ٬ پوليس له 39 ارب 73کروړ٬ اوبه خور له 3 ارب 76 کروړ٬ لوبو ٬ كلتور او سېلګرۍ له 72 کروړ ٬ مواصلات او تعمیرات له 6 اربه 61 كروړ پېنشنز له 53 ارب ٬ په غنمو سبسډي له 2 اربه 90 كروړ ٬ په قرضونو د سود ادا كولو له 8 اربه ٬ د قرضو بېرته وركولو او سرکاری ملازمانو ته هاؤس بلډنګ او موټر سائیکل ایډوانسز له 7 اربه روپۍ بېلې كړې شوي۔ بجټ كښې د سركاري ملازمانو تنخاګانو او پنشن كښې د 10 فيصد اضافې كولو اعلان شوے۔ تر بی پی اېس 5 ملازمان به د5 فيصد هاونس رېنټ كټوتۍ څخه مستثنی وي او ډېلي الاؤنس رېټ تر 60 فيصد زياتولې شي۔ اردلی الاونس د 12زره څخه زياتېدو سره 14 زره روپۍ كولې ش۔ په تنخاګانو ٬ پنشن او الاونسز كښې د زياتوالي په سوب به اضافي اخراجات نزدې د 16 ارب 50 كروړ روپو كولې شي









