اسلام آباد ۔ 7 جون (اے پی پی) تھائي لېنډ لپاره د پاكستان نومولې شوي سفير عاصم افتخار احمد د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق سره د شورؤ په ورځ پارلېمنټ هاؤس كښې ليدلې دي ۔ سفيرسره خبرو كښې سپيكر ووئيل د پاكستان او تھائي لېنډ ترمينځه په ټولو څانګو او په خاص توګه معاشي څانګې له د مرستې پراخه موقعې شته۔ ده ووئيل تھائي لېنډ هم د پاكستان …
د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق سره تھائي لېنډ لپاره د پاكستان نومولې سفير عاصم افتخار احمد وليدل د سپيكر لخوا د دواړو هېوادونو ترمينځه په پارلماني او اولسي كچه د پلاويو تګ راتګ په حاجت زور راوړلې شو
اسلام آباد ۔ 7 جون (اے پی پی) تھائي لېنډ لپاره د پاكستان نومولې شوي سفير عاصم افتخار احمد د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق سره د شورؤ په ورځ پارلېمنټ هاؤس كښې ليدلې دي ۔ سفيرسره خبرو كښې سپيكر ووئيل د پاكستان او تھائي لېنډ ترمينځه په ټولو څانګو او په خاص توګه معاشي څانګې له د مرستې پراخه موقعې شته۔ ده ووئيل تھائي لېنډ هم د پاكستان په ډول د پرمختګ كوي او دواړه هېوادونه د يو بل د تجربو څخه استفاده كولې شي۔ سپيكر د دواړو هېوادونو ترمينځھ په پارلماني او اولسي كچه د پلاويو د تګ راتګ په حاجت زور راوړو۔ سپيكرهيله ولرله چې نوې سفير به د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكې لا مستحكمولو له خپل كردار ترسره كړي۔ سفیر عاصم افتخار احمد ووئيل دواړه هېوادونه يو بل سره د ملګرتيا نزدې اړيكې لري۔ ده سپيكر له باور وركړو چې دوه اړخيزه اړيكې مستحكمولو ٬ په اولسي او پارلماني كچه د پلاويو تګ راتګ زياتولو او د تجارت او سرمايه كارۍ په څانګو كښې د مرستې نوې لارې لټولو له به هېڅ بې غوري ونه كړې شي ۔









