اسلام آباد 07 جون (اے پی پی) د سېنېټ چیئرمېن میا رضا ربانی وئيلي دي سېنېټ به د پوهنتونونو په خپلواكۍ نه اثر انداز كېږي، په ښه ډول دې د پوهنتون معامله حل كړې شي۔ د شورو په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د سناتورې سسی پلیجو او میر کبیر د پام راګرځونې په نوټس د وفاقی تعلیم او پیشه وره تربيې وزير د ځواب نه پس ریمارکس وركولو …
د قائداعظم پوهنتون معامله دې په ښھ ډول حل كړې شي، میا رضا ربانی
اسلام آباد 07 جون (اے پی پی) د سېنېټ چیئرمېن میا رضا ربانی وئيلي دي سېنېټ به د پوهنتونونو په خپلواكۍ نه اثر انداز كېږي، په ښه ډول دې د پوهنتون معامله حل كړې شي۔ د شورو په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د سناتورې سسی پلیجو او میر کبیر د پام راګرځونې په نوټس د وفاقی تعلیم او پیشه وره تربيې وزير د ځواب نه پس ریمارکس وركولو سره چیئرمېن ووئيل مونږ سناتور مشاهد اﷲ خان ته هم خواست وكړو چې د پوهنتون د سېنډیکیټ غړي په هيڅ خپل كردار ترسره كړي۔ د مشال خان په پېښه كښې هم مونږ وكتل چې پوهنتون كښې پولیس موجود وو خو هغوي د تشدد مخنيوي لپاره كوم کردار ترسره نه كړو۔ده ووئيل دا معامله دې پهښه ډول حل كړې شي ځكه چې دا د زدكونكو د سباؤن مسئله ده









