پېښور ۔11مارچ(اے پی پی) د پېښور په درې تدريسي روغتونونو كښې د كورونا رنځورانو شمېره كمېدو سره 57 پاتې شوې ده۔ د روغتون انتظاميې لمخې په لېډي ريډنګ روغتون كښې د كورونا وائرس د 13 رنځورانو درملنې روانې دي۔ په روغتون كښې د كورونا رنځورانو لپاره ټول 400 بېډز بېل كړې شوي دي۔ دغسې په خېبر ټیچنګ روغتون كښې د كورونا 14رنځوران دا مهال درملنې ترلاسه كوي٬ دلته د كورونا …
د پېښور په درې تدريسي روغتونونو كښې د كورونا رنځورانو شمېره 57 پاتې شوه

مزید خبریں
پېښور ۔11مارچ(اے پی پی) د پېښور په درې تدريسي روغتونونو كښې د كورونا رنځورانو شمېره كمېدو سره 57 پاتې شوې ده۔ د روغتون انتظاميې لمخې په لېډي ريډنګ روغتون كښې د كورونا وائرس د 13 رنځورانو درملنې روانې دي۔ په روغتون كښې د كورونا رنځورانو لپاره ټول 400 بېډز بېل كړې شوي دي۔ دغسې په خېبر ټیچنګ روغتون كښې د كورونا 14رنځوران دا مهال درملنې ترلاسه كوي٬ دلته د كورونا رنځورانو لپاره 122 بېډز بېل كړې شوي دي۔ په خېبر ټيچنګ روغتون كښې ټول 28 وېنټی لېټرز د كورونا رنځورانو لپاره بېل كړې شوي دي۔ په روغتون كښی د 8 رنځورانو درملنې روانې دي په كومو كښې چې 3 په آئي سي يو كښې دي۔ په حيات آباد ميډيكل كمپلېكس كښې د كورونا رنځورانو شمېره 30 ته رسېدلې او په روغتون كښې د كورونا رنځورانو لپاره 122 بېډز بېل كړې شوي دي۔ بلخوا په روغتون كښې د كورونا وائرس د لاسه كوم رنځور مړ شوې نه دې۔










