اسلام آباد 06 جون (اے پی پی)د دفاعي پېداوار وفاقي وزير رانا تنوير حسېن وئېلي دي هند زمونږ د معيشت د پرمختګ مخ نيوي غواړي او اپوزيشن هم په دغه ايجنډا روان دے٬مونږ په اپوزيشن كښې د پيپلز ګوند حكومت په وړاندې 10 نكاتي اقتصادي ايجنډا اېښودې وه او اوس مو د ميثاق معيشت وړاندېز كړې۔ ده ووئېل شاه محمود قرېشي 1985 كښې زمونږ سره پنجاب اسمبلۍ كښې غړے ؤ۔د …
مخالفو ګوندونو سره ناستې او خبرو اترو او د دوي تجاويز اورېدو لپاره چمتو يو٬دوي له هندۍ ايجنډې له د تقويت وركولو څخه ډډه پكار ده
اسلام آباد 06 جون (اے پی پی)د دفاعي پېداوار وفاقي وزير رانا تنوير حسېن وئېلي دي هند زمونږ د معيشت د پرمختګ مخ نيوي غواړي او اپوزيشن هم په دغه ايجنډا روان دے٬مونږ په اپوزيشن كښې د پيپلز ګوند حكومت په وړاندې 10 نكاتي اقتصادي ايجنډا اېښودې وه او اوس مو د ميثاق معيشت وړاندېز كړې۔ ده ووئېل شاه محمود قرېشي 1985 كښې زمونږ سره پنجاب اسمبلۍ كښې غړے ؤ۔د نهې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې خورشيد شاه او شاه محمود قرېشي د نكته اعتراض په ځواب ده ووئيل كوم خلق چې پھ ايوان كښې خبره كول غواړي هغه چا نه دي منع كړي۔ د 20 كروړه اولس ښه والي لپاره دي تجاويز وركړي شي۔ده ووئيل يو فاضل پارلماني ليډر د 85 څخه زمونږ سره راروان دے او مونږ ته معلومه ده چې ده جمهوريت لپاره څومره قربانۍ وركړي۔ده ووئيل د پاكستان جي ډي پي ښه شوې او معيشت ښه كېږي









