په وېمنز نړيوال كركټ كپ كښې به د نيوزي لېنډ او بنګله دېش ترمېنځه مېچ ﴿سبا﴾ كېږي

ډونېډن 06 مارچ (اے پي پي) په وېمنز نړيوال كركټ كپ كښې ب ه د نيوزي لېنډ او بنګله دېش د كركټ ښځينه لوبډلو ترمېنځه مېچ ﴿سبا﴾ د ګل په ورځ په ډونېډن كښې كېږي. د خبر له مخې د مېرمنو د دولسم نړيوال كركټ كپ خوندورې مقابلې په نيوزي لېنډ كښې روانې دي. د ګل په ورځ به په نړيوال كپ كښې د كوربه نيوزي لېنډ او د بنګله …

ډونېډن 06 مارچ (اے پي پي) په وېمنز نړيوال كركټ كپ كښې ب ه د نيوزي لېنډ او بنګله دېش د كركټ ښځينه لوبډلو ترمېنځه مېچ ﴿سبا﴾ د ګل په ورځ په ډونېډن كښې كېږي. د خبر له مخې د مېرمنو د دولسم نړيوال كركټ كپ خوندورې مقابلې په نيوزي لېنډ كښې روانې دي. د ګل په ورځ به په نړيوال كپ كښې د كوربه نيوزي لېنډ او د بنګله دېش د كركټ لوبډلو ترمېنځه مېچ كېږي. نيوزي لېنډ ته په وړومبي مېچ كښې وېسټ انډيز او بنګله دېش ته د سوئيلي افريقې لوبډلې ماتې وركړې. په دې نړيوال كپ كښې د 8 هېوادونو لوبډلې برخه اخلي چې پكښې د پاكستان، نيوزي لېنډ، آسټراليا، بنګله دېش، دفاعي چېمپئن انګلستان، هند، سوئيلي افريقې او وېسټ انډيز لوبډلې شاملې دي. د ټورنامنټ وړومبې سېمي فائنل به د مارچ په 30مه نېټه او دوهم سېمي فائنل به د مارچ په 31مه نېټه كېږي. د نړيوال كپ فائنل به د اپرېل په 3مه نېټه كېږي.

مزید خبریں