پېښور 04 مارچ (اے پي پي)د شهيدو شوو پوليس اهلكارو جميل خان او اختر حسېن د جنازې مونځ ملك سعد شهيد پوليس لائن كښې د سركاري اعزاز سره ادا كړے شوے۔په دې موقع د پوليس چټك ډلې شهيدانو ته سلامي وكړه۔د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی محمود خان٬د لوړو زده كړو صوبائي وزير كامران بنګش٬د خېبرپښتونخوا هوم سېكرټري خوشحال خان٬د اطلاعات صوبائي خاص مرستيال بېرسټر سيف٬د خېبرپښتونخوا آئي جي معظم جاه انصاري٬د خېبرپښتونخوا …
د شهيدو شوو پوليس اهلكارو جميل خان او اختر حسېن د جنازې مونځ ادا كړے شو

مزید خبریں
پېښور 04 مارچ (اے پي پي)د شهيدو شوو پوليس اهلكارو جميل خان او اختر حسېن د جنازې مونځ ملك سعد شهيد پوليس لائن كښې د سركاري اعزاز سره ادا كړے شوے۔په دې موقع د پوليس چټك ډلې شهيدانو ته سلامي وكړه۔د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی محمود خان٬د لوړو زده كړو صوبائي وزير كامران بنګش٬د خېبرپښتونخوا هوم سېكرټري خوشحال خان٬د اطلاعات صوبائي خاص مرستيال بېرسټر سيف٬د خېبرپښتونخوا آئي جي معظم جاه انصاري٬د خېبرپښتونخوا اېډېشنل چيف سېكرټري شهاب علي شاه٬د پیښور ډويژن كمشنر رياض محسود٬سي پي او محمد اعجاز خان٬سي ټي او عباس مجيد خان مروت٬اېس اېس پي آپرېشنز هارون رشيد پشمول نورو اعلٰی پوليس افسرانو او حكومتي استازو په جنازه كښې ګډون كولو۔د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی محمود خان او نورو ګډون كوونكو په شهيدانو د ګلونو څادر خپور كړو او د هغوي لوړو درجو لپاره ئې دعا وكړه۔د خېبرپښتونخوا آئي جي معظم جاه انصاري او سي سي پي او محمد اعجاز خان د شهيدانو وارثانو سره خبرې وكړې او د پوليس محكمې لپاره يې د شهيدانو خذمات ته د عقيدت پیرزوئنې وړاندې كړې۔










