د پاكستان او آسټراليا ترمېنځه د كركټ سېزيز به نړۍ ته مثبت پېغام وركړے شي. د پاكستان كركټ بورډ چيف اېګزېكټو فېصل حسنېن

پېنډې 04 مارچ (اے پي پي) د پاكستان كركټ بورډ چيف اېګزېكټو فېصل حسنېن وئيلي دي چې د پاكستان او آسټراليا ترمېنځه د كركټ سېزيز به نړۍ ته مثبت پېغام وركړے شي. دا خبرې د پېنډې په كركټ سټېډيم كښې د آئي سي سي چيف اېګزېكټو جيف الارډائس او د آسټراليا كركټ چيف نك هكلے سرے يو ځائ د پاكستان او آسټراليا ترمېنځه د وړومبي ټېسټ مېچ كېدو نه وړاندې …

پېنډې 04 مارچ (اے پي پي) د پاكستان كركټ بورډ چيف اېګزېكټو فېصل حسنېن وئيلي دي چې د پاكستان او آسټراليا ترمېنځه د كركټ سېزيز به نړۍ ته مثبت پېغام وركړے شي. دا خبرې د پېنډې په كركټ سټېډيم كښې د آئي سي سي چيف اېګزېكټو جيف الارډائس او د آسټراليا كركټ چيف نك هكلے سرے يو ځائ د پاكستان او آسټراليا ترمېنځه د وړومبي ټېسټ مېچ كېدو نه وړاندې د خبري كانفرنس په مهال وكړې. ده د پاكستان او آسټراليا ترمېنځه سېريز تاريخي ګرځولو سره ووئيل چې په پاكستان كښې د كركټ تيارې كتلو سره زمونږ اعتماد لا زيات شوے. ده ووئيل چې دې سره به د پاكستان او آسټراليا ترمېنځه دوستي وده وكړي. په دې موقع د آئي سي سي چيف اېګزېكټو جيف الارډائس ووئيل چې د پاكستان او آسټراليا ترمېنځه تاريخي ټېسټ سېريز كېږي.

مزید خبریں