پاكستان د آسټراليا په ضد په وړمبي ټېسټ مېچ كښې ټاس ګټلو سره د بېټنګ كولو پرېكړه كړې

پېنډې 04 مارچ (اے پي پي) پاكستان د آسټراليا په ضد په وړمبي ټېسټ مېچ كښې ټاس ګټلو سره د بېټنګ كولو پرېكړه كړې. د جمعې په ورځ د پېنډې په كركټ سټېډيم كښې په وړومبي ټېسټ مېچ كښې د پاكستان لوبډلې د آسټراليا په ضد ټاس ګټلو سره اول د بېټنګ كولو پرېكړې وكړه. په دې موقع په خپلو خبرو كښې بابر اعظم ووئيل چې وكټ ډېره ښه معلومېږي، …

پېنډې 04 مارچ (اے پي پي) پاكستان د آسټراليا په ضد په وړمبي ټېسټ مېچ كښې ټاس ګټلو سره د بېټنګ كولو پرېكړه كړې. د جمعې په ورځ د پېنډې په كركټ سټېډيم كښې په وړومبي ټېسټ مېچ كښې د پاكستان لوبډلې د آسټراليا په ضد ټاس ګټلو سره اول د بېټنګ كولو پرېكړې وكړه. په دې موقع په خپلو خبرو كښې بابر اعظم ووئيل چې وكټ ډېره ښه معلومېږي، په سكور بورډ به د ښه سكول ليكلو هڅه كوو. ده ووئيل چې وكټ په وروستو ورځو كښې سپېنرانو لپاره سازګاره كېدې شي. د پاكستان د كركټ په لوبډله كښې كپتان بابراعظم، محمد رضوان، امام الحق، عبداللہ شفیق، اظهر علی، فواد عالم، افتخار احمد، ساجد خان، نعمان علی، شاهین شاہ آفریدي او نسیم شاہ شامل دي. د آسټراليا په لوبډله كښې عثمان خواجه ، ډیوډ وارنر ، مارنس لبوشین، سټیون سمتھ ، ټریوس هیډ، کیمرون ګرین ، ایلکس، پټ کیمنز، مچل سټارک ،میتھن لیون او جوش هیزل ووډ شامل دي. د آسټراليا لوبډله 24 كاله پس د پاكستان په تاريخي دوره ده. د آسټراليا لوبډله به د پاكستان په ضد د درې ټېسټ مېچونو د سېريز نه علاوه درې ون ډے او يو ټي ټونټي مېچ كوي.

مزید خبریں