لاهور 02 مارچ (اے پي پي) د پاکستان کرکټ بورډ او آسټراليا په مشتركه توګه بېنو قادر ټرافي معرفي كړې٬ د پاکستان او د آسټراليا د دوه هيروز ليګ سپېنرز سره منسوب د دې ټرافۍ معرفي كولو مقصد د آسټراليا 24 كاله پس د پاكستان دورې جشن لمانځل دي او په سباون كښې به د دواړو ډلو ترمېنځه د هر ټېسټ په پائې كښې كاميابې ډلې ته د ټائټل دا …
د پاکستان او آسټراليا ټېسټ سيريز لپاره بېنو قادر ټرافي معرفي كړې شوه

مزید خبریں
لاهور 02 مارچ (اے پي پي) د پاکستان کرکټ بورډ او آسټراليا په مشتركه توګه بېنو قادر ټرافي معرفي كړې٬ د پاکستان او د آسټراليا د دوه هيروز ليګ سپېنرز سره منسوب د دې ټرافۍ معرفي كولو مقصد د آسټراليا 24 كاله پس د پاكستان دورې جشن لمانځل دي او په سباون كښې به د دواړو ډلو ترمېنځه د هر ټېسټ په پائې كښې كاميابې ډلې ته د ټائټل دا ټرافي وركولې شي٬ په دې لړ كښې د پاکستان كركټ لوبډلې کپتان بابراعظم او د مېلمه ډلې د ټېست سكواډ مشر پېټ کمنز د شورو په ورځ د پېنډۍ په لوبغالي كښې د بېنو قادر ټرافۍ مخ كتنه وكړه۔ د يادونې وړ ده د دريو مېچونو د دې ټېست سيريز وړومبے مېچ به د 4م مارچ نه تر اتم مارچ په پېنډۍ كښې كېږي۔ د آسټراليا لوبډلې په كال 1959 كښې د رچي بېنو په مشرۍ كښې د پاكستان وړومبۍ دوره كړې وه او سيريز ئې د نشت په مقابل كښې په دوو مېچونو ګټلے ٶ٬٫ دغسې عبدالقادر د آسټراليا په ضد 11 ټېست مېچز كښې 45 وكټې تر لاسه كړې وې او په كال 1982 او په كال 1988 كښې ئې د دوه او د دريو ټېسټ مېچونو په سيريز كښې 33 وكټس اخستې ٶو۔ رچي بېنو د 1952 نه تر 1964 د خپل كېريئر په مهال په 63 ټېست مېچز كښې 248 وكټس اغستي وو او عبدالقادر د كال 1977 نه تر 1990 پخپل كېريئر كښې په 67 ټېسټ مېچز كښې 236 وكټس اخستې وو










