پېنډۍ۔ 2مارچ(اے پی پی) د پاكستان او آسټرېليا لوبډلو ترمينځه اولنې ټېسټ مېچ په پېنډي سټېډيم راولپنډي كښې د مارچ په 4 مه نېټه پېل كېږي۔ د پاكستان او آسټرېليا لوبډلو ترمينځه به درې ټېسټ ٬ درې يو ورځني او يو ټي 20 مېچ كولې شي۔ اولنې ټېسټ به د 4 نه تر 8 مارچ په پېنډي سټېډيم ٬ دويم 12 نه تر 16 مارچ په نېشنل سټېډيم كراچۍ كښې …
د پاكستان او آسټرېليا لوبډلو ترمينځه اولنې ټېسټ په 4 مارچ كېږي

مزید خبریں
پېنډۍ۔ 2مارچ(اے پی پی) د پاكستان او آسټرېليا لوبډلو ترمينځه اولنې ټېسټ مېچ په پېنډي سټېډيم راولپنډي كښې د مارچ په 4 مه نېټه پېل كېږي۔ د پاكستان او آسټرېليا لوبډلو ترمينځه به درې ټېسټ ٬ درې يو ورځني او يو ټي 20 مېچ كولې شي۔ اولنې ټېسټ به د 4 نه تر 8 مارچ په پېنډي سټېډيم ٬ دويم 12 نه تر 16 مارچ په نېشنل سټېډيم كراچۍ كښې او دريم ټېسټ به 21 نه تر 25 مارچ په قذافي سټېډيم كښې كولې شي۔ د دې نه ځانله درې يو ورځني او يو ټي 20 مېچ به په پنډي كركټ سټېډيم كښې كولې شي۔ اولنې يو ورځنې مېچ به په 29 مارچ ٬ دويم په 31 مارچ او درېم به په 2 اپرېل كولې شي۔ په 5 اپرېل به يوازينې ټي 20 مېچ په پېنډۍ كښې كولې شي۔ د پاكستان لوبډلې مشري به بابر اعظم او د آسټرېلوي لوبډلې مشري به پيټ كمنز كوي۔










