د هند او سري لنكا ترمينځه اولنې ټېسټ مېچ د مارچ 4 مې نېټې څخه پېل كېږي

موهالی۔28فروری(اے پی پی) د هند او سري لنكا كركټ لوبډلو ترمينځه په دوه ټېسټ مېچونو د مشتمل سيريز اولنې مېچ د مارچ په 4 مه نېټه په پنجاب كركټ اېسوسي اېشن آئي اېس بندرا سټېډيم ٬ موهالي كښې پېل كېږي۔ دې نه وړاندې هندي لوبډلې د درې ټي 20 مېچونو په سيريز كښې آئی لېنډرز كلين سويپ كړي وو۔ سري لنكن لوبډله دا مهال د هند په دوره ده چرته …

موهالی۔28فروری(اے پی پی) د هند او سري لنكا كركټ لوبډلو ترمينځه په دوه ټېسټ مېچونو د مشتمل سيريز اولنې مېچ د مارچ په 4 مه نېټه په پنجاب كركټ اېسوسي اېشن آئي اېس بندرا سټېډيم ٬ موهالي كښې پېل كېږي۔ دې نه وړاندې هندي لوبډلې د درې ټي 20 مېچونو په سيريز كښې آئی لېنډرز كلين سويپ كړي وو۔ سري لنكن لوبډله دا مهال د هند په دوره ده چرته چې هغه د كوربه لوبډلې په لاس د درې ټي 20 مېچونو په سريز كښې كلين سويپ شوې ده۔ مېلمه لوبډله به د ټي 20 سيريز نه ځانله د دوه ټېسټ مېچونو سيريز هم كوي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه د شېډول ټېسټ سيريز اولنې مېچ به د 4 نه تر 8 مارچ په موهالي او دوهم او وروستې ټېسټ مېچ به د 12 نه 16 مارچ په بنګلور كښې كولې شي۔ هندي لوبډله به د روهيت شرما په مشرۍ كښې مېدان ته كوزيږي۔ د كورونا وائرس د خپرېدو اندېښنې له امله به دا مېچ د بندو دروازو شاته كولې شي۔

مزید خبریں