د آسټرېليا كركټ لوبډله 24 كاله پس پاكستان ته راورسېده

اسلام آباد۔27فروری(اے پی پی) د آسټرېلیا کرکټ لوبډله 24 كاله پس پاكستان ته رارسېدلې ده۔ د پېټ كمنز په مشرۍ كښې د آسټريليا لوبډله اسلام آباد ته چې څه وخت راورسېده د پاكستان كركټ بورډ چارواكو ورته تود هركلې ووې۔ ۔آسټرېلین کرکټ لوبډله د كال 1998ء نه پس د پاكستان په دوره راغلې ده۔ د آسټرېلوي كركټ لوبډلې كپتان پېټ كمنز پاكستان كښې په امنيتي انتظاماتو د اطمينان څرګندونه كولو …

اسلام آباد۔27فروری(اے پی پی) د آسټرېلیا کرکټ لوبډله 24 كاله پس پاكستان ته رارسېدلې ده۔ د پېټ كمنز په مشرۍ كښې د آسټريليا لوبډله اسلام آباد ته چې څه وخت راورسېده د پاكستان كركټ بورډ چارواكو ورته تود هركلې ووې۔ ۔آسټرېلین کرکټ لوبډله د كال 1998ء نه پس د پاكستان په دوره راغلې ده۔ د آسټرېلوي كركټ لوبډلې كپتان پېټ كمنز پاكستان كښې په امنيتي انتظاماتو د اطمينان څرګندونه كولو سره ووئيل زه په پاكستان كښې ځان زيات محفوظ محسوسوم ٬ پي سي بي زمونږ زيات خيال ساتلې ٬ دلته ټول خلق پروفېشنل دي۔ پاكستان ته رارسېدونكو لوبغاړو كښې د كپتان پېټ كمنز په شمول اسټيو اسمتھ ٬ مارنوس لوبشين ٬ جوش هيزل وو٬ مچل مارش ٬ عثمان خواجه ٬ ناتھن ليون ٬ مچل اسټارك او نور لوبغاړي شامل دي۔ آسټرېلين لوبډله به دوه ورځې په بائيو سكېور ببل كښې پاتې كېږي او دوه ورځې پس به د لوبغاړو كورونا ټېسټ كېږي۔ د آسټرېلیا او پاكستان ترمينځه به 3 ټېسټ،3 يو ورځني او يو ټي 20 مېچ كولې شي۔ آسټرېلوی لوبډله به د مارچ 4 مې نېټې څخه تر 8 مې نېټې په پېنډۍ كښې اولنې ټېسټ مېچ كوي

مزید خبریں