کولکته۔17 فروری(اے پی پی) د هند او وېسټ انډيز كركټ لوبډلو ترمينځه په 3 ټي 20 نړيوالو مېچونو د مشتمل سيريز دويم مېچ سبا (د جمعې) په ورځ كولكته كېږي۔ هندي لوبډلې ته د وېسټ انډين لوبډلې په ضد د درې مېچونو په سيريز كښې د 0-1 بريا ترلاسه ده۔ كوربه لوبډلې په اولني ټي 20 مېچ كښې وېسټ انډين لوبډلې ته 6 وكټونو سره ماتې وركړې وه۔ د هندي …
د هند او وېسټ انډيز ترمينځه دويم ټي 20 مېچ سبا كېږي٬ هند ته د 0-1 بريا ترلاسه ده

مزید خبریں
کولکته۔17 فروری(اے پی پی) د هند او وېسټ انډيز كركټ لوبډلو ترمينځه په 3 ټي 20 نړيوالو مېچونو د مشتمل سيريز دويم مېچ سبا (د جمعې) په ورځ كولكته كېږي۔ هندي لوبډلې ته د وېسټ انډين لوبډلې په ضد د درې مېچونو په سيريز كښې د 0-1 بريا ترلاسه ده۔ كوربه لوبډلې په اولني ټي 20 مېچ كښې وېسټ انډين لوبډلې ته 6 وكټونو سره ماتې وركړې وه۔ د هندي لوبډلې مشري روهیت شرما او د وېسټ انډين لوبډلې کېرن پولارډ كوي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه دوهم ټي 20 مېچ به په 18 فرورۍ او درېم او وروستې مېچ به په 20 فرورۍ كېږي۔ دا ټول مېچونه به په ایډن ګارډنز، کولکته كښې كېږي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې دې نه وړاندې هندي لوبډلې د 3 يو ورځني مېچونو په سيريز كښې وېسټ انډيز كلين سويپ كړې دې










