د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن جنرل نديم رضا د عمان اعلٰی قيادت سره ملاقاتونه

پینډي 10 فروري (اے پي پي) د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن جنرل نديم رضا د عمان د سركاري دورې په مهال د اعلٰی قيادت سره ملاقاتونه كړي۔د جلا جلا ملاقاتونو په مهال د شريكې خوښې په بېلو څانګو٬دوه اړخيزه مرستې پشمول سېكورټي٬ د ترهه ګرۍ مخ نيوي او موجوده سيمه ايز ماحول په خاص توګه د افغانستان په اړه د خيالاتو څرګندونه شوې۔د پاك پوځ اولسي اړيكو څانكې(آئي …

پینډي 10 فروري (اے پي پي) د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن جنرل نديم رضا د عمان د سركاري دورې په مهال د اعلٰی قيادت سره ملاقاتونه كړي۔د جلا جلا ملاقاتونو په مهال د شريكې خوښې په بېلو څانګو٬دوه اړخيزه مرستې پشمول سېكورټي٬ د ترهه ګرۍ مخ نيوي او موجوده سيمه ايز ماحول په خاص توګه د افغانستان په اړه د خيالاتو څرګندونه شوې۔د پاك پوځ اولسي اړيكو څانكې(آئي اېس پي آر)له مخې د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن جنرل نديم رضا د عمان نائب وزيراعظم شهاب بن طاق بن تيمورالسيد٬د رائل آفس وزير سلطان بن محمد النعماني٬د وسله والو ځواكونو چيف آف اسټاف وائس اېډمرل عبدالله بن خامس الرئيسي٬د عمان رائل نيوي كمانډر ريئر اېډمل سېف بن ناصر بن محسن الرحبي او د عمان رائل ايئر فورس كمانډر ايئر وائس مارشل خامس حماد العقري سره ملاقاتونه كړي۔معززينو د دواړو هېوادونو ترمينحه د پوځي مصروفيات په كچه او دائره كار زياتولو په اقداماتو هم تفصيلي خبرې كړي او د ستراتېژېكي اړيكو روانو ساتلو ئې پخلے كړے۔ د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن ووئيل پاكستان او عمان دوه وروڼه اسلامي هېوادونه دي۔دغسې د عمان اعلٰی شخصيات د عماني وسله والو ځواكونو د كار استعداد كښې په اضافه د پاكستان وسله والو ځواكونو كردار وستائېلو۔ده د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان د قربانو هم اعتراف كړے۔د دې څخه وړاندې د موسكر المرتفیٰ كېمپ ته په رسېدو يوې چمتو ډلې جنرل نديم رضا ته ګارډ آف آنر وړاندې كړو

مزید خبریں