احمد آباد 10فروري (اے پي پي) د هند او وېسټ انډيز كركټ لوبډلو ترمينځه درېم او وروستې يو ورځنې ميچ (نن) د جمعې په ورځ نريندر مودي سټيډيم، احمد آباد كښې كېږي۔كوربه ډلې ته د وېسټ انډين ډلې په ضد د درې ميچونو په سيريز كښې د 0-2 بريا ترلاسه ده۔ هند په وړومبي يو ورځني مېچ كښې وېسټ انډين لوبډلې له په 6 وكټو او په دوېم ميچ كښې …
د هند او وېسټ انډيز ترميينځه دريم او وروستې يو ورځنې ميچ (نن) كېږي

مزید خبریں
احمد آباد 10فروري (اے پي پي) د هند او وېسټ انډيز كركټ لوبډلو ترمينځه درېم او وروستې يو ورځنې ميچ (نن) د جمعې په ورځ نريندر مودي سټيډيم، احمد آباد كښې كېږي۔كوربه ډلې ته د وېسټ انډين ډلې په ضد د درې ميچونو په سيريز كښې د 0-2 بريا ترلاسه ده۔ هند په وړومبي يو ورځني مېچ كښې وېسټ انډين لوبډلې له په 6 وكټو او په دوېم ميچ كښې په 44 رنز ماتې وركړې وه۔ وېسټ انډين ډله دا مهال د هند په دوره ده چرته به چې هغه د كوربه لوبډلې په ضد د 3 يو ورځنيو او 3 ټي 20 ميچونو سيريز كوي۔ د دواړه ډلو ترمينځه د يو ورځنې مېچونو سېريز دريم او وروستې مېچ به په 11 فروري كېږي۔ ټول مېچونه به نريندر مودي سټيډيم، احمد آباد كښې كېږي










