مظفرآباد۔4فروری (اے پی پی) د آزاد جموں وكشمير وزيراعظم سردار عبد القيوم نيازي وئيلي دي د پاكستان وزيراعظم وژن له مخې به هر هغه كار كولې شي كوم سره چې د رياست ګټې له كردار ترسره كړے شي٬ د يوې سوليزې ټولنې په ځائې كولو كښې د پوليس ذمه واري تر ټولو زياته وي٬ پوليس دې اولس لپاره آسانۍ رامخې ته كړي٬ د پوليس په شعبه كښې ډیجټلائزېشن معارفي كړے …
د وزيراعظم عمران خان وژن له مخې به هر هغه كار كولې شي كوم چې د رياست په ګټه وي٬ سردار عبد القيوم نيازي
مظفرآباد۔4فروری (اے پی پی) د آزاد جموں وكشمير وزيراعظم سردار عبد القيوم نيازي وئيلي دي د پاكستان وزيراعظم وژن له مخې به هر هغه كار كولې شي كوم سره چې د رياست ګټې له كردار ترسره كړے شي٬ د يوې سوليزې ټولنې په ځائې كولو كښې د پوليس ذمه واري تر ټولو زياته وي٬ پوليس دې اولس لپاره آسانۍ رامخې ته كړي٬ د پوليس په شعبه كښې ډیجټلائزېشن معارفي كړے شوے ۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د جمعې په ورځ پولیس ټرېننګ سکول مظفرآباد كښې د پاسنګ آؤټ پرېډ دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ وزیراعظم په دې موقع پوليس لپاره د لس لكه روپو اعلان وكړو۔ دستوره كښی اېس اېس پی ریاض حېدر بخاری د 570 رېکروټس نه سوګند واخست۔ د دستورې په پايه كښې وزيراعظم د ټرېننګ په مهال د غوره كاركردګۍ څرګندونه كوؤنكو افسرانو له نغد انعامونه او سندونه وركړل











