اینټېګوا۔1فروری(اے پی پی) انډر 19 ورلډ كپ ٬ پاكستان د 5 م پوزيشن پلے آف سيمي فائنل كښې بنګله دېش ته 6 وكټونو سره ماتې وركړې۔ کالج کرکټ ګراؤنډ، اېټېګوا كښې شوي مېچ كښې بنګله دېش انډر 19 لوبډلې مخكښې بېټنګ كولو سره په 49.2 اوورز كښې 175 رنز جوړ كړل۔ عارف اسلام 100 رنز جوړولو سره غوره اننګ وكړو۔ مهران ممتاز او اوېس علی درې درې لوبغاړي آؤټ كړل۔ …
انډر 19 ورلډ كپ ٬ پاكستان د 5 م پوزيشن پلے آف سيمي فائنل كښې بنګله دېش ته 6 وكټونو سره ماتې وركړه
اینټېګوا۔1فروری(اے پی پی) انډر 19 ورلډ كپ ٬ پاكستان د 5 م پوزيشن پلے آف سيمي فائنل كښې بنګله دېش ته 6 وكټونو سره ماتې وركړې۔ کالج کرکټ ګراؤنډ، اېټېګوا كښې شوي مېچ كښې بنګله دېش انډر 19 لوبډلې مخكښې بېټنګ كولو سره په 49.2 اوورز كښې 175 رنز جوړ كړل۔ عارف اسلام 100 رنز جوړولو سره غوره اننګ وكړو۔ مهران ممتاز او اوېس علی درې درې لوبغاړي آؤټ كړل۔ په ځواب كښې پاكستان انډر 19 مطلوبه هدف په 46.3 اوورز كښې د 4 لوبغاړو په نقصان ترلاسه كړو۔ حسیب اللہ خان د غوره بېټنګ څرګندونه كولو سره 79 رنز جوړ كړل۔ د بنګله دېش عارف اسلام مېن آف دي مېچ وګرځولې شو۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د 5م اپوزيشن پلے آف مېچ كښې به د پاكستانۍ لوبډلې مقابله د فرورۍ په 3 مه نېټه سري لنكا سره وي












