په انډر 19 نړيوال كپ كښې د جمعې په ورځ نور دوه مېچونه كېږي

سېنېټ كټس- 20 جنوری(اے پی پی) په آئی سی سی انډر 19 نړيوال کپ كښې سبا د جمعې په ورځ نور دوه مېچونه كېږي۔ د انټرنېشنل کرکټ کونسل ترسېوري لاندې د انډر 19 نړيوال كپ 14 م اېډيشن خوندورې مقابلې په وېسټ انډيز كښې روانې دي۔ په مېګا ايونټ كښې د جمعې په ورځ كېدونكي اولني مېچ كښې به د ګروپ بي د دوه لوبډلو سوئيلي افريقا او آئرلېنډ ترمينځه …

سېنېټ كټس- 20 جنوری(اے پی پی) په آئی سی سی انډر 19 نړيوال کپ كښې سبا د جمعې په ورځ نور دوه مېچونه كېږي۔ د انټرنېشنل کرکټ کونسل ترسېوري لاندې د انډر 19 نړيوال كپ 14 م اېډيشن خوندورې مقابلې په وېسټ انډيز كښې روانې دي۔ په مېګا ايونټ كښې د جمعې په ورځ كېدونكي اولني مېچ كښې به د ګروپ بي د دوه لوبډلو سوئيلي افريقا او آئرلېنډ ترمينځه مقابله په برائن لارا سټېډیم، تاروبا، ټرینیډاډ كښې او په دويم مېچ كښې د ګروپ ډي كوربه لوبډلې وېسټ انډيز او سري لنكا ترمينځه مقابله په کوناری سپورټس کلب، باسیټیری، سېنټ کټس كښې كېږي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د مېګا ايونټ فائنل مېچ به په 5 فرورۍ كېږي.