د مېوؤ برآمدات زياتولو له د اعلی امعيار مېوؤ پېدا كولو ته اړتيا ده۔ د اولس مشر ممنون حسېن د پاكستان فروټ اېنډ ويجېټېبل اېكسپورټر پلاوي سره خبرې

اسلام آباد ۔ 24 مئی (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي د مېوؤ برآمدات زياتولو له د اعلی امعيار مېوؤ پېدا كولو ته اړتيا ده۔ ده دا خبره د نهې په ورځ د وحيد احمد په مشرۍ كښې د پاكستان فروټ اېنډ ويجېټېبل اېكسپورټر پلاوي سره خبرو كښې وكړه۔ اولس مشر ووئيل اېکسپورټر اېسوسی اېشن وفاقی او صوبائی حکومتونو تماس لا ټينګ كړي دغسې چې د درآمداتو او برآمداتو په لاره كښې د پېښو ستونزو مخنيوې وشي۔ اولس مشر ووئيل د مېوؤ او تركارو ساتنې له د پلانټ پروټېكشن په لړ كښې ټول سټېك هولډرز بايد مناسب وړاندېزونه راكړي دغسې چې پرې عمل كول باوري كړې شي۔ اولس مشر پلاوي ته باور وركړو چې د اېكسپورټر مسئلو حل كولو له حكومت هر ممكنه مرسته كولو ته چمتو دے۔ اولس مشر ووئيل حكومت د كركيلې څانګې پرمختګ له خپل كردار ترسره كوي او په دې لړ كښې به د سوداګرې ورورولۍ وړاندېزونه د حكومت پالېسي لا ښه كولو كښې مرستياله وګرځي