د اطلاعاتو وزارت افسران دې د جديد دور ميډيا چيلنجونو مقابلې لپاره خپل ځان چمتو كړي، تربيتي کورس د افسرانو صلاحيتونه زياتوي، د اطلاعاتو وفاقي سيکرټري شاهيرہ شاهد دستورې ته و ينا

اسلام آباد 13جنوري (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي سيکرټري شاهيرہ شاهد وئيلي دي چې په ميډيا انډسټري كښې رامخې ته شوې بدلونونه د دې خبرې متقاضي دې چې د اطلاعاتو وزارت افسران دې د جديد دور ميډيا چيلنجونو مقابلې لپاره خپل ځان چمتو كړي۔دا خبره دې د زيارت په ورځ انفارمېشن سروس اکيډمي كښې 32م مډ کيريئر مينجمنټ کورس ډومين سپيسيفك تربيتي پروګرام كښې د سندونو وركولو …

اسلام آباد 13جنوري (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي سيکرټري شاهيرہ شاهد وئيلي دي چې په ميډيا انډسټري كښې رامخې ته شوې بدلونونه د دې خبرې متقاضي دې چې د اطلاعاتو وزارت افسران دې د جديد دور ميډيا چيلنجونو مقابلې لپاره خپل ځان چمتو كړي۔دا خبره دې د زيارت په ورځ انفارمېشن سروس اکيډمي كښې 32م مډ کيريئر مينجمنټ کورس ډومين سپيسيفك تربيتي پروګرام كښې د سندونو وركولو دستورې ته وينا كښې وكړه ۔ دستوره كښې د اطلاعاتو وزارت د بيلو ادارو مشران او تربيه ترلاسه كونكو افسرانو نه علاوه د ميډيا پوهانو او اسلام آباد بيلو پورهنتونونو پروفيسرز ګډون كولو۔ وفاقي سيکرټري ووئيل په پاکستان كښې ميډيا انډسټري تندۍ سره نمو مومي ، په خاص توګه سوشل او ډيجيټل ميډيا اولس ته اطلاعاتو رسنه كښې آساني پيدا كړې۔دې ووئيل د اطلاعاتو وزارت افسران په زړه پورې كار كوي خو حاجت د دې خبرې دې چې د وزارت افسران دې تول ضروري تربيتي کورسز كښې برخه واخلي ځكه چې دغه کورس د هغوې صلاحيتونه زياتوي۔دستورې ته و ينا كښې ډائريکټر جنرل انفارمېشن سروس اکيډمي ووئيل د يوې مياشتې دې تربيتي پروګرام كښې افسرانو له د ميډيا قوانين او انتظامي چارو سره سره ډيجيټل او سوشل ميډيا ټولو ضروري چارو په اړه خبرتيا وركړې ده دې لپاره د پوهانو خذمات ترلاسه كړې شوې دي۔ ډائريکټر انفارميشن سروس اکيډمي غزاله امبرين د دستورې ګډون كونكو له د كورس په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو۔د دستورې په آخر كښې په کورس كښې ګډون كونكو افسرانو له سندونه شيلډز وركړې شول۔