جارج ټاٶن 11 جنوري (اے پي پي) انډر 19 نړيوال كركټ كپ به د جنورې په 14مه نېټه په وېسټ انډيز كښې پېل كېږي، پاكستان به خپل وړومبې مېچ د جنورې په 15مه نېټه د پاپوا نيو ګني په ضد كوي. د دا نړيوال كپ به د فرورې تر 5مه نېټه روان وي، په ټورنامنټ كښې به 16 لوبډلې برخه اخلي كومې چې په څلور ډلو كښې وېشل شوې دي. …
انډر 19 نړيوال كركټ كپ به د جنورې په 14مه نېټه پېل كېږي، پاكستان به خپل وړومبې مېچ د جنورې په 15مه نېټه د پاپوا نيو ګني په ضد كوي

مزید خبریں
جارج ټاٶن 11 جنوري (اے پي پي) انډر 19 نړيوال كركټ كپ به د جنورې په 14مه نېټه په وېسټ انډيز كښې پېل كېږي، پاكستان به خپل وړومبې مېچ د جنورې په 15مه نېټه د پاپوا نيو ګني په ضد كوي. د دا نړيوال كپ به د فرورې تر 5مه نېټه روان وي، په ټورنامنټ كښې به 16 لوبډلې برخه اخلي كومې چې په څلور ډلو كښې وېشل شوې دي. په ګروپ اے كښې د بنګله دېشن، كاناډا، انګلستان او عرب امارتو لوبډلې، په ګروپ بي كښې د سوئيلي افريقې، هند، آئرلېنډ او يوګنډا، په ګروپ سي كښې د پاكستان، زمبابوے، افغانستان او پاپوانيو ګني او په ګروپ ډي كښې د سكاټ لېنډ، سري لنكا، وېسټ انډيز او آسټراليا لوبډلې شاملې دي. د بنګله دېش لوبډله به د ټائټل دفاع كوي. د ټورنامنټ د سېمي فائنل مقابلې به د فرورې په وړومبې او دويمه نېټه او فائنل به د فرورې په 5مه نېټه كېږي.










