کابل 10 جنوري (اے پي پي) د افغانستان په ختيز ننګرهار ولايت كښې د ښونځي نه بهر د چاٶدنې په نتيجه كښې څلور زده كوٶنكي مړه او لس ټپيان شوي۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخې د اولسوالۍ عهدېدارو په دې لړ كښې وئيلي دي چاٶدنه د ګل په ورځ په لال پور اولسوالۍ كښې رامخې ته شوې٬ په دې لړ كښې نور تفصيلات نه دې رامخې ته شوي۔ …
افغانستان٬ په ننګرهار ولايت كښې د ښونځي نه بهر چاٶدنه٬ څلور زده كوٶنكي مړه٬ لس ټپيان
کابل 10 جنوري (اے پي پي) د افغانستان په ختيز ننګرهار ولايت كښې د ښونځي نه بهر د چاٶدنې په نتيجه كښې څلور زده كوٶنكي مړه او لس ټپيان شوي۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخې د اولسوالۍ عهدېدارو په دې لړ كښې وئيلي دي چاٶدنه د ګل په ورځ په لال پور اولسوالۍ كښې رامخې ته شوې٬ په دې لړ كښې نور تفصيلات نه دې رامخې ته شوي۔ بلخوا د ډسټركټ يوته كونسل چيئرمېن نادر مومند وئيلي دي په ذكر شوې اولسوالۍ كښې د ورسك سكول نه بهر د ديسي ساخت بمي چاودنې په نتيجه كښې يو شمېر زده كوٶنكي ځپلې شوي كوم چې روغتون ته منتقل كړې شوي۔ د طالبانو امنيتي اهلكارو سيمه سيل كړې او تر اوسه كومې ډلې د چاٶدنې ذمه واري پغاړه نه ده اخستې











