په تركيه كښې په عملياتو كښې 3 عسكر او 12 ترهګر وژل شوي

انقره 10 جنوري (اے پي پي) په تركيه كښې د ترهګرې ډلې پي كے كے په ضد په روانو عملياتو كښې 3 عسكر وژل شوي دي. په ځوابي كارروائې كښې د پي كے كے ترهګرې ډلې اډې په نښه كړې شوې دي او په نتيجه كښې ئې 12 ترهګر وژل شوي دي. د تركيې د دفاع وزارت وئيلي دي چې د شانلي عرفا ضلعې په اقچا قلعه سرحدي سيمه كښې …

انقره 10 جنوري (اے پي پي) په تركيه كښې د ترهګرې ډلې پي كے كے په ضد په روانو عملياتو كښې 3 عسكر وژل شوي دي. په ځوابي كارروائې كښې د پي كے كے ترهګرې ډلې اډې په نښه كړې شوې دي او په نتيجه كښې ئې 12 ترهګر وژل شوي دي. د تركيې د دفاع وزارت وئيلي دي چې د شانلي عرفا ضلعې په اقچا قلعه سرحدي سيمه كښې د پي كے كے د ترهګرې ډلې په ضد په روانو عملياتو كښې درې عسكر وژل شوي دي. وزارت وئيلي دي چې په ځوابي عملياتو كښې 12 ترهګر وژل شوي دي او عمليات لا هم روان دي