اديس ابابا 09 جنوري (اے پي پي) د اېتهوپيا په شمالي تيګرے سيمه كښې د كډوالو په استوګنو په فضائي بريدونو كښې 56 كسان مړه او د 30 نه زيات ژوبل شوي دي. د المان خبر رسنې ادارې له مخې ځائي مرستندويه ډلو وئيلي دي چې د تېګرے په ډېډيبټ سيمه كښې د كډوالو په يو كېمپ د فضائي بريد په نتيجه كښې د مېرمنو او ماشومانو پشمول 56 كسان …
په اتهوپيا كښې په فضائي بريد كښې 56 كسان وژل شوي
اديس ابابا 09 جنوري (اے پي پي) د اېتهوپيا په شمالي تيګرے سيمه كښې د كډوالو په استوګنو په فضائي بريدونو كښې 56 كسان مړه او د 30 نه زيات ژوبل شوي دي. د المان خبر رسنې ادارې له مخې ځائي مرستندويه ډلو وئيلي دي چې د تېګرے په ډېډيبټ سيمه كښې د كډوالو په يو كېمپ د فضائي بريد په نتيجه كښې د مېرمنو او ماشومانو پشمول 56 كسان مړه او د 30 نه زيات ژوبل شوي دي.د اېتهوپيا پوځ او حكومتي وياند مېډيا سره د پېښې په اړه كوم معلومات نه دي شريك كړي. د تېګرے په سيمه كښې د تېرو 14 مياشتو نه د حكومتي ځواكونو او ياغيانو ترمېنځه نښته روانه ده.











