ابوجا 09 جنوري (اے پي پي) په نائجېريا كښې د وسله والو په بريدونو كښې 58 كسان مړه شوي دي. د چينائي مېډيا له مخې وسله والو د نائجېريا په شمالي لوېديځ زمفارا ايالت كښې په دوه كليوالو سيمو بريدونه كړي دي او په نتيجه كښې ئې 58 كسان مړه شوي دي. د ايالت د والي وياند مېډيا ته وئيلي دي چې دا بريدونه تېره شپه د انكا او بوكيوم …
په نائجېريا كښې د وسله والو په بريدونو كښې 58 كسان مړه شوي
ابوجا 09 جنوري (اے پي پي) په نائجېريا كښې د وسله والو په بريدونو كښې 58 كسان مړه شوي دي. د چينائي مېډيا له مخې وسله والو د نائجېريا په شمالي لوېديځ زمفارا ايالت كښې په دوه كليوالو سيمو بريدونه كړي دي او په نتيجه كښې ئې 58 كسان مړه شوي دي. د ايالت د والي وياند مېډيا ته وئيلي دي چې دا بريدونه تېره شپه د انكا او بوكيوم په سيمو كښې شوي دي. وسله والو د بوكيوم په سيمه كښې 36 او په انكا كښې 22 كسان وژلي دي.











