قاهره 08 جنوري (اے پي پي) د مصر په شمالي ختيځه سينا سيمه كښې د دوه بسونو ټكر كېدو په پېښه كښې 16 كسان مړه او 18 ژوبل شوي دي. د چينائي مېډيا له مخې د مصر د روغتيا وزارت چارواكو وئيلي دي چې پېښه د لړې او تندرفتارې په وجه رامېنځ ته شوې ده. پوليس چارواكو وئيلي دي چې د پېښې نه پس مرستندويه ډلې او اېمبولېنس د پېښې …
په مصر كښې په ټرافيكي پېښه كښې 16 كسان مړه او 18 ژوبل شوي
قاهره 08 جنوري (اے پي پي) د مصر په شمالي ختيځه سينا سيمه كښې د دوه بسونو ټكر كېدو په پېښه كښې 16 كسان مړه او 18 ژوبل شوي دي. د چينائي مېډيا له مخې د مصر د روغتيا وزارت چارواكو وئيلي دي چې پېښه د لړې او تندرفتارې په وجه رامېنځ ته شوې ده. پوليس چارواكو وئيلي دي چې د پېښې نه پس مرستندويه ډلې او اېمبولېنس د پېښې ځائ ته رسېدلي دي او ژوبل شوي كسان ئې روغتون ته رسولي دي. چارواكو د پېښې پلټنې پېل كړې دي.











